د ولسي جرګې په هر یوه وکیل د کال شپږنيم ميليونه افغانۍ لګول کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۲)

د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر خدای نظر نصرت وايي، د ولسي جرګې په هره يوه وکيل د کال شاوخوا شپږنيم ميليونه افغانۍ لګول کېږي چې د ورځې به حساب شاوخوا اتلس زره افغانۍ کېږي.

د نصرت په وينا، څه باندې يو ميليارد او شپږ سوه ميليونه افغانۍ د ولسي جرګې کلنۍ بودیجه ده.

نوموړی وايي، له دغه پيسو نيمې يې د تنخواګانو له اړخه ورکول کېږي او پاتې نورې د موټروان، شخصي مرستيال، څلورو ساتونکو چې د هره يوه لپاره پنځلس زره افغانۍ تنخوا چې د تيلو، ټلېفون، کور او معاش سره ټولې (دوه سوه پنځه څلوېښت زره) افغانۍ کېږي ورکول کېږي زیاتوي په دغه پيسو کې (اووه څلوېښت زره) تر ماليه اخيستل کېږی او پاتې (يوسل پنځه نوي زره) ورته پاتې کېږي.

ښاغلی نصرت وايي، ډيری وکيلان په لومړيو کې په کرايي موټرو کې ګرځي خو ولسي جرګې ته له تګ وروسته بیا په ګرانبیه موټرو کې ګرځي او ډيره شتمني يې پيدا کړې وي.

هغه وايي، ځينو کسانو د خپلو شخصي سوداګرۍ له لارې پيسې زياتوي خو ډيری نور بيا غواړي له ناقانونه لارو پيسې ترلاسه او پارلمان ته په همدې موخه ورځي.

د هغه په وينا، په حکومت کې د ستونزو، د وزيرانو د بې پروايۍ او يا مراعت له کبله وکيلان ناوړه استفادې هم کوي.

ولسي جرګې په تيره شپاړلسمه دوه کې (يوسل يو نوي) د قانونو طرحې، تقنيني فرمانونه او له امريکا سره د امنيتي تړون به شمول له (يوسلو دېرش) زيات نړيوال اسناد تصويب کړي دي.

د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د روانې مياشتې اته ويشتمه د راتلونکې شنبې ورځ ټاکل شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close