د ولس تمه، د ولسمشر کړنې!!!

ليکوال: غورځنګ

ولسمشر غنی له واک ته رسېدو څخه دمخه د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ويل چې ولس ته به خامخا سوله راولم، د دې شعار په اورېدلو سره زياتره ځوانان ورسره اوږه په اوږه ودرېدل او غني ته يې رائيه ورکړه او واک ته يې ورساوه، همداشان د غني له واک ته رسېدلو سره سم د همدې کمپاينرانو ځوانانو لخوا مختلف شعارونه هم ورکول شول چې د هغو له جملې څخه يې (د غني افغانستان په لور، زرکلن غني او نور) دي.

مګر ولسمشر له واک ته رسېدلو سره سم د افغانستان سياسي واک په دوو برخو ووېشه، چې د يوې برخې په سر کې يې پخپله ولسمشر او د بلې برخې په سر کې يې ډبل عبدالله قرار لري، که څه هم د ټولې نړۍ هېوادونه په مختلفو غونډو کې د ګډون لپاره په خپله نماينده ګۍ يو نماينده لېږي خو له افغانستان څخه دوه نماينده ګان له بېلابېلو واکونو او اختيارونو سره ځي.

دارنګه د ټاکنيز کمپاين پر وخت ولس ګومان کولو چې ګواکې ولسمشر به سوله راولي او هېواد به د سولې په ګاڼه مزين کړي؛ خو له تېرو نهو مياشتو راهيسې چې سولې ته د عام ولس اميدونه او هيلې زياتې شوي دي او همداشان امريکايي ځواکونو هم دا پتېيلې چې د افغانستان کشاله د زور او ځواک له لارې نه حل کېږي، اما ولسمشر بيا بلکل د سولې پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی او نه غواړي چې د افغانستان مشکله او سخته کشاله د سولې له لارې حل شي. بلکې پر وړاندې يې له امريکايانو غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي. او خپل يرغل ته دوام ورکړي.

همداشان ولسمشر د خپل ټاکنيز جريان په دوران کې دا هم ويلي وو چې د افغانستان ارضي تماميت به په تمامه معنا ساتي، خو له واک ته رسېدلو سره سم يې د افغانستان قباله او سند ليک امريکا ته وسپاره يعنې خپل هېواد يې په امريکايانو خرڅ کړ.

د پورتنيو ټولو خبرو تر څنګ ولسي وګړو له ولسمشر څخه دا هيله هم لرله چې د خارجي ځواکونو شپنۍ چاپې، وحشي بمبارونه او نور ډول ډول ظلمونه بند کړي، خو ولسمشر د پورتنيو وحشتونو د بندېدلو پر ځای دا ځل د مساجدو او مدرسو د بمبارد اجازه هم ورکړې ده او غواړي چې دا جنګ دا له دې لارې؟؟!! مهار کړي.

پخوا به داسې ګومان کېده چې ولسمشر د ملي نواميسو ساتونکی؟؟؟ دی خو له بېګانۍ چاپې څخه څرګنده شوه چې ولسمشر مو امریکايانو او خپلو کمانډويانو ته اجازه ورکړې چې د افغانانو نواميس وتروړي او د دې تر ټولو لوی مثال بېګا په وردګو کې په يوه کور باندې د افغان او امریکايي ځواکونو شپنۍ چاپه، په چاپه کې د نارينه وو وژل او درې مېرمنې له ځان سره وحشي زندان ته وړل، دي.

همداشان په تېر ټاکنيز جريان کې ولسمشر وعده کړې وه چې ګواکې زه به افغانستان ابادوم او د خپل ولس ژوند به تأمينوم، خو اوس په خپله ولسمشر خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د افغان دولت مخالفان د پاکستاني په نوم ووژنئ! او رحم پرې مه کوئ!

نو له پورتنيو خبرو څخه داسې څرګندېږي چې له ولسشر څخه ولسي وګړي زړه توري شوي. د ولسشر ټولې وعدې ولس ته يادې دي او اوس چې د سولې په وړاندې خنډ ګرځېدلی، هم يې ولس ويني، ځکه نو ولس ورڅخه مړه خوا دی او نور نو د ابادۍ او ښادۍ هيله نه ورڅخه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close