ولس-ګواښو پارلماني ټاکنو ته د طالبانو ګواښ

 تبصره

په تېرو دورو کې چې پارلمان ته کوم وکيلان د ولسي وګړو لخوا د استازو په نوم ټاکل شوي، يا یې ځانونه ورنصب کړي وو، ولس ته یې د ذرې خير هم نه دی رسېدلی، بلکې د ولس پر سر عذاب ګرځېدلي دي.. د همدې تش په نوم وکيل په موجوديت کې د ولسي وګړو ټول مقدسات، ملي ارزښتونه او ملي نوامیس تر پښو لاندې شوي او لاندې کيږي. دوی هر څه لیدل، خو سکوت یې غوره بللی و.

په هېواد کې چې اوس کومې ناکردې روانې دي او کيږي، له دې ټولو وحشتونو په پارلمان کې ناست وکيلان خبر دي او د سر په سترګو یې ګوري. خو دا چې په جعلي انتخاباتوکې د رايو مرکزونه يا د ټوپک او يا د ډالرو په زور اخیستل شوي، پايلې یې دا دي چې بهرني هوايي پوځونه د همدې ولس پر سر او مال لوبې کوي، ټول انساني کرامات یې تر پښو لاندې کړي.. خو د ولس دې ”خدمتګارو استازو“ له خولې سپوڼ هم ونه ایست، له څو د ګوتو په شمېر کسانو پرته!

په هر هېواد کې چې پارلماني ټاکنې کيږي، د کمپاين پر مهال ټول نمايندګان د اساسي قانون له مخې خپله تګلاره ولس ته وړاندې کوي. په افغانستان کې تش په نوم اساسي قانون دی، په اصل کې اساسي قانون موجوديت نه لري. که یې د جعلي حکومت په ځینو ادارو کې کاغذي بڼه اختیار کړې، هغه هم د بې وسه او بې وزله لپاره.

غربي رسنيو او ځینو سازمانونونو اندېښنه ښوولې چې راتلونکې پارلماني ټاکنې طالبانو ګواښلې دي او خپلو وسله والو ته یې د مخنيوي لارښوونه کړې ده.

غربي رسنۍ او ځینې د غرب لخوا ګمارل شوي سازمانونه په دې بايد ځان پوه کړي چې طالبان د څه لپاره راروانې پارلماني ټاکنې ګواښي.

طالبانو له تېرو ١٧ کلونو راهيسې د امريکايي يرغلګرو په مقابل کې وسله واله مبارزه پیل کړې او د سرونو په قيمت له بهرنيو اشغالګرو د خپل ولس دفاع کوي. تر امريکايي نظارت لاندې کېدونکې ټاکنې او پارلمان به هم د تېر په څېر د ولس ژوند وګواښي، ځکه یې د ولس د ژوند د ژغورنې په موخه ټاکنې ګواښلې دي.

راروانې ټاکنې او ترې ټوکېدونکی پارلمان به تر تېرو پارلمانونو زيات د ولس پر سر عذاب وي. لکه څرنګه چې جګړه او د بهرنيو پوځونو وحشتونه ورځ په ورځ زياتوالی مومي، دا ډول به له جعلي ټاکنو زېږېدلی پارلمان هم تر نوور تېرو پارلمانونو د ولس لپاره عذاب شي.

په تېرو پارلمانونو کې د هرې سيمې استازي موجود وو، خو د ټولو سيمو د استازو په موجوديت کې په وار وار هوايي بمبارونه وشول.. ښځې، سپين ږيري او ماشومان شهيدان شول. هغه پارلمان چې په راتلونکې کې د ولس ژوند ګواښي، طالبان اړ دي چې ویې ګواښي، او دا یې د اسلاميت او افغانيت له مخې دنده ده چې خپل فرض پوره کړي.

غربي رسنيو ليکلي چې طالبان به په خپلو بريدونو ټاکنيز بهير ګډوډ کړي. طالبان ټاکنيز بهير ګډوډوي نه، بلکې له منځه یې وړي. ټاکنیز بهير خو له سره ګډ-وډ دی چې له درې مياشتو ناندریو وروسته اوس هم پرې ژور اختلاف له منځه نه دي تللي.

هغه عمل چې د ولس ژوند ګواښي، طالبان به د ولس د دفاع په موخه هغه عمل ګواښي او له منځه به یې وړي، هغه راتلونکې پارلماني ټاکنې وي او که بل کوم پلان. طالبان غواړي ولس له امريکايي پروژو او طرحو خوندي وساتي، ځکه خو راتلونکې ولس-ګواښه پارلماني ټاکنې طالبانو ګواښلې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close