د وينا آداب

محمد علي عمري

تقریر او وينا په اسلام کي د دین، دعوت او د امربالمعروف ونهي عن المنکر ضروري ذریعي ګرځول شوې دي. په دې مقصد سره د جمعې او دواړو اخترو او پر ځینو نورو موقعو باندې خطبې ویل مقرري شوي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل نبوت اعلان د یوه اثرلرونکي او مدلل خطاب په وسیله کړئ دئ. په خطاب کښي اثر لرونکي لهجه او اندازاختیارول چي پر خلګو باندې ددې اثر وشي دا بده خبره نه ده. درسول الله صلی الله  علیه وسلم خطبې به د عربي ژبې په لحاظ ډېره واضحه، ساده او جامع اثر لرونکې او له معنی څخه ډکي وې.

دغزوة حنین وروسته دحجة الوداع په موقع باندې او داډول پرنورو موقعو باندې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم څه خطبې کړي دي هغه اوس هم اثر لري. البته په دې کښي ظاهري نمایش رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دئ خوښ کړئ او فرمایلي یې دي:

(هلک المنتتعون)

دحدیث شارحینو لیکلي دي چي د منتتعون څخه مراد هغه خلګ دي چي په فصاحت او بلاغت کښي تکلف کوي٬ او دظاهري نمایش دپاره دآخیره څخه اواز راباسي.

( مرقاة  ص ۶۱۱۴)

په یوه بل روایت کښي دي چي په تاسو کښي به ترټولوزیات مبغوض او دقیامت په ورځ له ماڅخه لیري هغه خلګ وي  چي بد اخلاق ولري، ثرثارون ٬ وي احتیاط نه کونکي وي دپسخندپه څېر خبري کونکي ٬ متشدقون٬ وي او  په کبر خبري کونکي وي

( مشکاة بحواله بیهقي عن ابي ثعلبه الخشني کتاب الشعر)

په تقریر کښي ددرواغو واقعې موضوع او بې سنده  روایتونه نقلول له کبیره ګناهونوڅخه دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چي  چاقصد پر ما دروغ وویل نو دهغه ځای جهنم دئ.

ترڅوچي دیوه مستند کتاب دعالم څخه تحقیق ونه شي  هراورېدل او لیدل سوئ روایت نقلول جایزنه دئ.  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي دیوه سړی  ددرواغجن کیدو دپاره کافي ده  چي هغه هعر اوریدل سوئ روایت نقل کړي:

(کفا بالمرء کذبا ان یحدث بکل ماسمع) مسلم ص ۱۸۱

صحابه کراموپه دې باره کښي دومره احتیاط کاوه چي کله به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په منسوب کولو سره روایت بیانوئ نو له ویرې څخه به خولې پرې را ایله شوې٬ او داحتیاط په توګه به یې په آخرکښي داهم فرمایل٬ او کما قال رسول الله صلی الله علیه وسلم.

افسوس چي زموږ په زمانه کښي غیرمحتاط وعظ کونکي او تقریر کونکي محض دخپل تقریر دښایسته کولو دپاره دخپل تقریر دبرابرولو دپاره په بې احتیاطۍ سره صحیح او غیر صحیح روایتونه استعمالوي.

 

ځیني خلګ له خپل فطري صلاحیت څخه فایده په دې ډول سره اخلي  چي دوعظ خرڅلاؤ شروع کړي دخپلو تقریرو قیمت وټاکي او دسامان په ډول دچنو وهلو څخه هم کار اخلي.  دایودېر بد عادت دئ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار د دقیامت له نښو څخه ګڼلئ دئ چي خلګ خپله ژبه دمعاش ذریعه وګرځوي:

(مشکواة بحواله مسند احمد بن ابي وقاص کتاب الشعر)

هو که یو سړی امر بالمعروف  او نهي عن المنکر خپل مقصد ګرځولئ وي، دیوې دیني ادارې یا اسلامي حکومت له خوا ددې کار  امر ورته سوئ وي نو دهغه دپآره ددې تنخوا اخیستل جایزده. داډول دمسلمانانو په غوښتنه باندې  کوم خلګ چي دلیري سیمو سفروکړي  دهغو دپاره دکرایې پیسې اخیستل یا دخلګو له خواڅخه دڅه غوښتنې پرته پخپله مرسته کول او دغه مرسته قبلول داټول جایزدي

اخذ: کتاب حلال وحرام

ــــــــــــــ

په درناوي

مسلم باغ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close