د وټامن ډي پنځه ګټې

کابل ټکی کام ۲۰ زمری ۱۳۹۴ 

قدرت الله حسین

المانۍ مجلې «ايلي» ليکلي دي، چې وټامن ډي ډېرې ګټې لري، لکه د زړه او رګونو ساتنه، د غوښو له پړسوب او غوټه کېدو ژغورل او د هډونو او عضلو روغتيا، خو دلته يې ۵ ګټې رااخلو:

زړه ته ګټور دی: ځکه چې وټامن ډي د وينې د دوران په نرمښت کې ستر رول لري، خو د دغه وټامن کمښت بيا د لوړ فشار، د زړه د ناروغۍ او ستونزو سبب کېدی شي.

له شوګر څخه ساتنه: تازه څېړنو معلومه کړې ده چې په بدن کې کافي اندازه وټامن ډي لرل ۳۸ سلنه د شوګر د دوهم ډول ناروغۍ د رامنځته کېدو ګواښ له منځه وړي، او له دې سره بيا نور تړلي مرضونه لکه د اعصابو له لاسه ورکول او د سترګو او ګردو مرضونه له منځه ځي.

د سرطان مخنيوی کوي: د نوو څېړنو مطابق د وټامن ډي لوړه کچه په بالغو وګړو کې د سرطان ګواښ کموي، لکه د لويې کولمې سرطان، د سينې سرطان، د هګيو سرطان او…، ځکه چې وټامن ډي د سرطاني حجرو يو فعال له منځه وړونکی ګڼل کېږي.

هډونه پياوړي کوي: څېړنو ښودلې ده چې وټامن ډي د هډونو په پياوړي کولو کې ستر رول لري، ځکه وټامن ډي هډونو ته کالشيوم ورکوي او په دې سره هډوکي پياوړي کېږي.

د عضلو په دندو کې غوره والی: څېړنو همدا راز ښودلې ده چې په بدن کې د وټامن ډي کمښت بدني وړتيا کمزورې کوي، چې بيا له تمرين سره سره هم انسان هغې پايلې ته نه رسېږي، د کومې چې تمه لري.

خو د مجلې په وينا که بدن کافي اندازه وټامن ډي ولري، عضلې به په خپلو فعاليتونو کې چستې وي.

مجلې د دغو ټولو ګټو د لاسته راوړلو لپاره توصيه کړې ده چې انسان بايد په کافي اندازه د لمر وړانګو ته ځان ښکاره کړي او هغه خوراکونه وخوري چې له وټامن ډي څخه ډک دي، لکه غوړ لرونکي ماهيان، لکه سلمون، ماکريل او…، همدا راز بايد له شيدو جوړ خوراکونه، هګۍ او مرخېړی وخوري.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close