د وچې ډوډۍ روغتیایي ګټې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۷)

په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې خلک عموماً د خوړو پر مهال د غنمو له ډوډۍ کار اخلي آیا د غنمو او اوربشو ډوډۍ روغتیایي ګټې لري او کنه په دې مطلب کې مو را نغاړلې

روغتیاپوهان وایي، په ۱۰۰ ګرامه خمیره شویو د غنمو وړو کې ، ۲۰۰ کالوري، ۶ ګرامه پروتین، ۳۵ ګرامه کاربوهایدراید او دا ډول ۲ ګرامه غوړ لري.
د روغتیا پوهانو له قوله وچه ډوډۍ که د غنمو یا هم د اوربشو وي په زیاته کچه ګټې لري.
څیړنو ښوودلې چې، که د اسهال ناروغۍ په وخت کې څوک له وریجو سره ډوډۍ وخوري، ژر به یې یاده ناروغي ښه شي.

دغه راز وچه ډوډۍ د ستونې درد ښه کوي، او ژوول یې د غاښونو د ښه فعالیت سبب ګرځي.
د روغتیاپالانو توصیه ده چې که څوک د معدې له زخم یا درد څخه کړیږي،نو د ورځې په اوږدو کې دې د وچې ډوډۍ خوړل نه هیروي.

د روغتیایي چارو ماهرین وایي ، کومې میرمنې چې د امیندوارۍ پرمهال د زړه بدوالی لري، باید هر سهار له چای نه وړاندې څو مړۍ وچه ډوډۍ وخوري څو د ورځې په اوږدو کې له کانګو وساتل شي.

همداراز وچه ډوډۍ مو بدن ته انرژي درکوي، د مخ پوستکی مو ښکلی کوي او حافظه مو قوي کوي.

اوربشې:

د روغتیا پوهانو په آند، اوربشینه ډوډۍ په بشپړ ډول د هغو خوړنیزو توکو درلودونکې ده چې په نورماله ډوډۍ کې نشته.

اوربشینه ډودۍ باید په ډير نرم اور پخه شي، که اوربشینه ډوډۍ په نرم اور پخه شي نو ټولې روغتیايي ګټې یې خوندي پاتیږي، خو که چیرې په ډيره تودوخه یا تیز اور پخه شي، ښايي سرطان زیږونکي توکي له acrylamide په کې منځ ته راشي.
اوربشینه ډوډۍ د دماغو په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لري او په زیاته کچه ویټامینونه، پروتین او نور ګټور مواد لري چې د مختلفو ناروغانو لپاره اغیزمن درمل جوړیدای شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close