د وچ پوستکي په اړه مهمې سپارښتنی !

وچ پوستکی زیاتره په یخو موسمونو کي د ستونزو سره مخامخ کیږي، پوستکی نرموالی له لاسه ورکوي، خارښ پیداکوي، پوست اچوي، چاودي حتی وینه کوي.

د وچ پوستکي ساتنه.

د لاندي ټکو مراعتول تر ډیره وچ پوستکی نرم ساتي او د پوستکي د وچوالي څخه مخنیوی کوي.

۱: د حمام کولو وخت مو کم کړی، او د ډیرو ګرمو اوبو څخه کار مه اخلی هر څومره چي اوبه ګرمي وي په هغه اندازه پوستکی ډیر وچیږي او چاودي.

۲: هڅه وکړئ چي صابون لږ استعمال کړی او د هغه صابونو څخه کار واخلی چي د ګلیسیرن او پارافین درلودونکي وي.

۳: کله چي ځان وچوی نو پر پوستکي مو فشار مه راوړی او ټاول (ځان پاک) پر پوستکي ټینګ مه کشوی.

۴: مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړی. ددې کریمونو د استعمال ښه وخت د پوستکي د وچولو څخه وروسته دی.

۵: هغه د آرایش مواد چي الکول او خوشبویه مواد لري لکه عطر، سپرې او ځیني صابونونه، زیاتره د پوستکي په وچوالي کي رول لري.

۶: هغه ماشینونه چي د اطاق هوا مرطوبوي ( Humidifier) په اطاق کي نصب کړئ. متاسفانه دا ماشینونه په افغانستان کي نسته.

۷: نرم او ملایم لباسونه واغوندی لکه نخي لباسونه. که چیري د پشمي او کلکو مصنوعي لباسونو علاقمند یاست بیا نو لاندي یو نخي ( زیر پیراهني) واغوندی.

۸: که چیري مو ډیر کار د اوبو او وینځلو سره وي، لکه د کالو وینځل، د لوښو وینځل بیا نو د دستانو څخه کار واخلئ، او تر څنګ یې مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړی. کله چي بیدېږی لاسونه مو په واسلینو باندي غوړ کړئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close