د ویاړ څلي

 پاني پت او ابدالي              

احمد شا بابا :

 احمد شاه ابدالي شل کلن وو چې د نادر شاه په حکومت کې يې  د ابداليانو غلجيانو او اوزبکو د  اردو  مشري  پر غاړه وه ،  د نادر شا  له مړينې وروسته  ،  د  ۱۷۴۷ م   په  اکتوبر  کې د کندهار  د  شير سرخ   په  لویه  جرګه  کې   چې د  ټولو افغانانو او بلوڅو  مشران پکې  ګډ وو د افغانستان د بادشاه په توګه    وټاکل  شو  ، دا مهال يې عمر ۲۵   کاله وو    لدې وروسته  يې  په ډېر مهارت او هوښيارۍ سره  يوه منظمه اردو جوړه او واکمن  حکومت  يې تشکيل کړو   ، داسې حکومت  چې په لږ وخت کې په يوه لويه امپراطورۍ بدل شو .

په اوسني افغانستان  ، بلوچستان  ، مشهد ، ، لاهور  ،  پنجاب  ، سند  ، او  کشمير  يې واک چلېدو  ،  د دهلي  بابري حکومت هم  د ده تر تاثير لاندې وو  ، او  د  هندوستان مسلمانان  له خپل حکومت نه ډېر په احمدشابابا  تکيه وو  . احمد شا بابا  دينداره  ،  د شريعت پابند ،   کلک حنفي عالم  ، صوفي  او شاعر  وو ، د اشعارو کتاب يې چې  دوه نيم زره بيتونه لري چاپ شوی دی

 د احمد شابابا سياست په نرمۍ دوستۍ مسالمت او صلح باندې   ولاړ وو ، په دهلي بخارا خراسان بلوچستان او سند کې يې  له خپلو معاصرو مشرانو سره   د صلحې  او مسالمت  لاره نيوله  ، له خپل  ستر شاهي عظمت  سره يې بیا هم د  معاصرينو  مکررې سرغړونې بښلې ، د شاه ولي الله دهلوي له قوله  : د ده دا چلند د دې مادي دنيا لپاره نه وو .  احمدشا بابا به د خپل ولس د عظمت ډېر خيال ساتلو  ، له هېواد نه د باندې به يې تاج په سر کولو او پر تخت به هم کښېناستلو خو چې  هېواد ته به را ستون شو نو بيا به يې تاج  نه  په سرولو او  د تخت پر  ځای به  په ځمکه کښېناستو ، د بادشاهۍ اکثره وخت يې د اس پر شا او  په جګړو کې تېر شوی  .

احمد شا بابا رحمة الله علیه د خپل عمر په وروستيو کې د ډېرو سفرونو له امله مریض شو ، چې د ۱۱۸۶ هـ د رجب په . ۲۰ ، ( ۱۱۸۷ م جون ) کې  وفات شو ، د احمد شابابا روضه په کندهار کې ده ، خلک يې په ډېر احترام زيارت کوي   ، د وفات په وخت کې يې عمر ۵۱ کاله وو ، او د سلطنت يې ۲۶ کلونه تېر شوي وو،  رحمة الله علیه  .

پاني پت :

په ۱۷۵۶ م کې احمدشا بابا هندوستان  ته يو نظامي سفر  وکړ   چې تر دهلي ورسېدلو  ، هغلته   بابري بادشاه عالمګير ثاني  له دهلي نه د باندې د احمد شابابا هرکلي ته را ووتلو  .  احمد شاه بابا د هندوستان حکومت  د همدې عالمګير ثاني  په لاس کې پرېښودلو  او بېرته  هېواد ته  ستون  شو  .

 د احمد شا له را ستنېدو نه وروسته   په  ۱۷۵۸ م  کې مهمې پېښې را منځ ته شوې ، د پنجاب  سيکان او د هندوستان مرهټ ياغيان شول ، تر دې چې د پنجاب افغاني حکومت او د دهلي بابري حکومت ونړېد ، دې ياغيانو  د هندوستان مسلمانان  ډېر په تشويش  کې کړل  ، د هندوستان  د نورو روحانينو او عالمانو تر څنګ  امام الهند شاولي الله دهلوي رحمة الله عليه  هم  احمدشا بابا ته ليک را واستولو ، دا غوښتنه يې ترې کړې وه چې    له مرهټو او سیکانو نه  د هند د اسلامي حکومت او مسلمانانو د ژغورلو لپاره  هندوستان ته ورشي   ، چې احمد شابابا دا غوښتنه ومنله او  ور رو ان شو.

 د دې تفصيل داسې وو چې کله احمد شا ابدالي په هندوستان باندې له پنځمې حملې څخه وروسته د هند بادشاهي بېرته  عالم ګير ثاني ته وسپارله او د روهيله وو مشر نجيب خان ته يې د نجيب الدولة لقب ورکړ او هم يې د هند  امیرالأمراء کړو  ،  يعنې د بابري سلطنت  لوی منصب يې  د روهيله افغانانو ته ورکړ  .

 د مولوي محمد ميا له قوله  :  د ابدالي دا اقدام ډېر مناسب وو چې د هندوستان  سلطنت  يې  يو پرمخ تلونکي ځواک  ته وسپارلو  ، خو له بده مرغه چې دغه  سياسي ځواک  يواځې وو ، نه  يې له مرهټو سره تړاو وو او نه يې   له انګرېزانو سره کوم  تړون درلود ،   همدا وجه وه چې د نظام الملک آصف جاه مشر زوی  غازي الدین  يو شوم خوب وليد  ، د دې شوم هدف د ترسره کولو لپاره  يې  د روهيله وو يو ستر ځواک بنګش له ځان سره کړل  او هم يې له حيدر آباد څخه  مرهټ را وغوښتل او په دهلي باندې يې حمله وکړه  ،  تر اوه ويشت ورځو پورې دهلي   محاصره وه او د توپونو ګولۍ  پرې ورېدې ، آخر بيا بادشاه  د مرهټو مشر  هلکر  ته  رشوت ورکړو او محاصره  ختمه شوه ،  لدې نه وروسته غازي الدين  په  اسانه وکولی شو چې نجيب الدولة له دهلي څخه وباسي  ،  نجيب الدولة له  دهلي څخه   سهارنپور او بجنور ته  لاړو چېرته چې د ده خپل جايدادونه وو ، نجيب الدولة  يواځې د مشرۍ مين  نه وو ، هغه  د ملي غيرت او ملکي  حميت خاوند هم وو ، او د ده پر خلاف بيا نظام الملک آصف جاه هغه سړی وو چې د خپل اقتدار لپاره يې د مرهټو ستر سيلات تر دهلي را ورسولو  او د ده مشر زوی غازي الدين  بيا  په همدې هوس کې د  مرهټو په لاس   د روهيله او اوده مسلمانان وځپل  ، او هم يې  مرهټو ته  د پنجاب لاره  سمه او د ابدالي مخ ته يې ودرول  .

 غازي الدين پدې اکتفا ونکړه  ، بلکه  د مشرۍ د بقا لپاره يې  د هند بادشا عالمګير ثاني هم  ووژلو  ، د بادشا  زوی  شاعالم  يې هم بندي کولو خو هغه  په تېښته بريالی شو.

 له همدې امله مونږ ويلو شو چې د ابدالي دا مشهوره حمله چې مرهټ پکې تبا شول ، يواځې د مرهټو  پر ضد  نه ،  بلکه د غازي الدين پر ضد ( هم )  وه  ، چې  خپل سرۍ يې دومره  ګړندۍ او زیاتې شوې وې چې  مشران او وزيران لا پرېږده  ،  په خپله بادشاه  هم  ترې  محفوظ پاتې نشو ،    د احمد شا په  را بلنه کې يواځې د نجيب الدولة او پښتنو  لاس نه ،  بلکه د سير المتأخرين د مصنف حسين خان په اند  د هند راجه ګان هم  د ابدالي  په را بلنه کې شریک وو  ، هغه دا توري ليکلي چې :  نجیب الدوله و جميع افاغنه و راجهای هندوستان از دست مرهټه و عماد الملک غازي الدين خان  بجا آمده  و عرائض بخدمت احمد شا ابدالی نگاشته استدعا ورود  او در حدود هندوستان کردند . ( سير المتأخرين  )  .

 د نجيب الدوله  او د هندوستان ټول افغانان  د مرهټو او عماد الملک  غازي الدين له لاسه  پوزې ته راغلې وو ، احمدشا ابدالي ته يې عریضي وليکلې او غوښتنه يې ترې وکړه چې هندوستان ته ورشي

د  تاريخي پاڼو   په رڼا کې  وروستۍ خبره کولی شو چې  د دې سترې جګړي سبب  ديني  او هم سياسي وو ، دیني داسې چې د مرهټو په غلبې سره  په هندوستان کې  د اسلامي حکومت په شمول ټول اسلامي اقدار پامال شول ، اسلامي بادشا او وژل شو ، مسجدونه ړنګ شول ، د مسلمانانو په ځای په هندوستان کې د هندوانو حکومت اعلان شو ، غازي الدين هسې په نوم د وزير اعظم په توګه وټاکل شو .

 سياسي داسې چې  مرهټ  تر  پنجابه  را ورسېدل او  ابدالي ته مخامخ ودرېدل  ،  چې ستر  سياست پوه او مدبر عالم  شاه ولي الله دهلوي رحمة الله عليه يې هم دې ته اړ کړ چې احمد شا را وغواړي  .

 د مسلمانانو  شمېر  :

 ټول ۶۰۰۰۰ شپېته زره کسان وو ، ۳۰۰۰۰ دېرش زره  احمد شابابا له کندهار  له ځان سره  روان کړي وو ، لس زره کسان  بلوڅ د نصير خان په مشرۍ ورسره شول  ، دوی له بلوچستان نه  د سند د درياب پر غاړه د پېښور په لور روان شول  ، له هغه ځای نه لاهور او بيا سهارنپور ته ورسېدل ، په   سهارنپور کې  لس زره نور کسان د سهارنپور د افغاني مشرانو هر يو حافظ رحمت خان او سعد الله خان  په مشرۍ  ورسره شول  .

دا څلوېښت زره کسيز لښکر  په وړاندې لاړ  او د هلي ته نږدې شو ، له دهلي نه د باندې سنديا د مرهټو له يو لوی لښکر سره  د احمد شا د لښکر مخې ته ودرېد  ، سخته جګړه  ونښته  ، چې د سنديا او اکثرو مرهټو په  مړينه او شکست پای ته ورسېده .

 لدې نه وروسته د احمد شابابا لښکر   له  دهلي څخه  ور تېر  او  د جمنا په  آ  بله غاړه  د مرهټو د عکس العمل منتظر شو ، په همدې ځای کې  له کندهار څخه لس زره نوی لښکر د عطا محمد خان په مشرۍ را ورسېدلو او هم  له فرخ اباد او  اوده  څخه د  احمد خان بنګش او شجاع الدوله په مشرۍ لس زره نور لښکر  د احمد شا څنګ  ته راغی  ، پدې سره د ده  ټول لښکر  ۶۰۰۰۰ شپېته زره شو  .

                                                                               د مرهټو او هندوانو شمېر :

د مرهټو پېشوا  بالاجي باجي  چې د احمد شابابا له  لښکر او د مرهټو  د لښکرو له ماتې څخه خبر  شو   ،  د مرهټو ټولو  سردارانو ته يې امر وکړ چې تازه دمي  عسکر تیار او  له هند  نه د مسلمانانو او افغاني لښکر  شړلو ته را حاضر  شي  ،  لدې سره يې د راجپوتو  مشرانو ته هم خبر ورکړ  چې له خپلو  عسکرو  سره دې د مرهټو له  لښکر سره يو ځای شي  ، په  څلورو مياشتو کې  د مرهټو او راجپوتو يو لوی لښکر تیار شو  ، او د شمال  په لور   وخوځېدل ، د  مرهټو پېشوا د لښکر مشري ، خپل ورور   بهاو  ته ورکړه  ، او  خپل ځوی بشواس راو يې  پدې غرض ورسره  کړ چې له فتحې وروسته  به  د هندوستان پر تخت کښېني  . ( په افغاني تاریخونو کې د بشواس راو  نوم ويسواس راو  ليکل شوی   ) د دې لښکر  مشهوره  قومندانان   ملهاراو  ، هولکر  ، ماجي ، سنديا ، او شمشير یا  وو  .

د دوی پدې اردو کې دولس زره  پوځيان  په  چقمقي  توپکو  سنبال وو ،  زر  کسه  توپچيان  له  شل زره  لويو او دوه سوه وړو  توپونو سره  د دې اردو  برخه وه   ،  ټول سواره   ۱۳۰۰۰۰ يو لک او دېرش زره او پياده ۷۰۰۰۰ اويا زره  کسان وو

 له دوی سره  ۲۵۰۰ دوه نيم زره  جنګي  او بار وړونکي پيلان او  ۲۰۰ زره غواګانې  ،  په زرګونو اوښان  روان  وو  .  ور سره  د حيدر آباد  دکن   يو مسلمان   ابراهيم خان  هم له څلوېښت زره  سواره او پياده  لښکر سره  روان  وو    . دې  لښکر   يو ستر   بازار  هم درلودلو چې له لښکر سره يې يوځای حرکت  کولو  .

 جګړه :

 د مرهټو  لښکر  له اکبر آباد څخه د دهلي لور ته وخوځېد ، عماد الملک غازي الدين په مترا کې ورسره يو ځای شو ،  چې دهلي ته را ورسېدلو نو  په ښار باندې  يې حمله وکړه  ، دا چې د احمدشا لښکر  له ښار څخه لرې وو  ،  دوی د ۱۱۷۳ هـ ق د ذي الحجې په ۹  دهلي ته داخل شول ، ښار يې لوټ او جوماتو نه  ونړول ، لدې سره سره دوی ټولو : بهاؤ ، هلکر ، مهاجي ، سندیا ، ابراهيم خان ګاردي ، او غازي الدين دا مشوره وکړه چې د پېشوا زوی  بشواس راؤ دې د دهلي په تخت باندې کښېنوي  ، او شجاع الدولة دې وزير اعظم شي ، خو د تاجپوشۍ مراسم د څو ورځو لپاره وځنډېدل .

 بيا دوی  د دهلي  نه شپېته ميله لرې د جنګپورې په نظامي کلا حمله وکړه  ، او  دغه کلا يې ونيوله  ،  افغاني لښکرې د جمنا په  پورې غاړه ولاړې  وې  ، داچې د جمنا د سيند  د اوبو د ډېروالي له امله افغاني لښکرو نشو کولی چې  ور پورې ووځي  ، نو مرهټو ته  ميدان خالي وو  خو  بيا هم  افغاني لښکرو  دهلي  ته  نږدې  د  پاکپت  په  سيمه  کې   له جمنا څخه  را پورې  وتې  او  د جنګپورې  په  لوري   په  مرهټو  پسې شوې.    مرهټو د خپل دې لوی لښکر د حرکاتو لپاره  يواځې د پاني پت لوی میدان مناسب ګڼلو ،    پاني پت ته  ورسېدل  او د دې صحرا په شمال کې  ځای پر ځای شول  ، او ۲۵ زره  لښکر يې په لاره کې د مسلمانانو د لښکر د مخنيوي لپاره ودرولو  .

 شا پسند خان  چې د ابدالي  د لښکر  سرکښ او په   سر کې  روان وو  ، تر  ټولو  د مخه د مرهټو  د لارې  له لښکر  سره مخ شو ، له يوې سختې جګړې وروسته  يې دښمن مات کړ  ، او احمد شا د پاني پت ميدان ته داخل شو  .

تر درې مياشتو پورې دواړه  لښکرې د پاني پت  په  دښته  کې مخامخ ولاړې وې  ، دلته نو د احمدشا پوځي صلاحيتونه  را ښکاره شو ل  ، چې  په شاوخوا  ۳۰ ميله کې يې د دښمن  ټول ارتباطي خطوط پرې کړل ، داسې چې  د پاني پت له ميدان نه د باندې يې  ۳۰ ميله لرې شاوخوا کې خپل چرکي ګروپونه ګومارلي وو چې دښمن ته اکمالات او امدادي شیان را پرېنږدي ، پدې سره يې وکولی شو چې هغه  ټول  خوراکي شيان ، نقدې پيسې ،  سره  او سپين زر   چې  د مرهټو لښکر ته  له شاوخوا څخه  راتلل  خپل  کړي  ،  چې له  امله يې ورو ،  ورو  د مرهټو  په لښکر کې قحطي را منځته شوه ، چې  هغوی  يې  په   ويره  کې واچول  ،  همدا وو  چې مرهټ  يو قاطع جنګ ته  تیار  شول   .

 د جګړې پېل :

دا جګړه د  ۱۷۶۱  م   د جولايی په ۱۶  د پاني پت  په ميدان کې را منځته شوې وه ، اول د مرهټو دواړه خواوو حمله پيل کړه ، د افغاني لښکر  ميمنې  (  ښی  لوري  )  کلک مقاومت وکړ  ،  ليکن ميسره   ( کين  لوری)  تر  بشپړ  خطر  لاندې وو ، د دښمن د لښکر  ميمنه  د پېشوا د زوی  بشواس راو   په مشرۍ کې وه  ، له ده سره څلوېښت زره  کسان  ، د ۲۴۰۰ جنګي فيلانو تر شا روان وو ، د دوی دا حمله دومره  سخته او ګړندۍ وه چې د روهيله وو لس زره لښکر چې  مشري يې نجيب الدولة او سردار عنايت خان کوله خپل   دې سيلاب  په منځ کې  محاصره کړو   ،  او د قومندان عطا محمد په مشرۍ پنځه زره امدادي لښکر  د دوی  په منځ کې ورک شو  .                                                                                                                       احمدشا له خپلې سرې خېمې څخه  را اووتلو، په يوه لوړ ځای ودرېدلو او د جګړې  ډګر يې څارلو ،  هغه ليدل چې د دښمن لښکر  پر مخ روان دی  ،بشواس   راو خپل لښکر  ښه جنګولو ، شاه ولي خان چې د قلب مشر وو ، په ډېره مېړانه  له  مرهټو سره لاس او ګرېوان وو  ، خو ډېر نازک وخت وو ، په همدې وخت کې يې  هغو دولس زره زغره والو    ( زره پوش )  سورو  ته چې د ده په لور کې ولاړ وو ، امر وکړ  چې زر  ،  زر  کسان  دې  يو په بل  پسې د د ښمن د لښکر د  ميمنې   په زړه باندې د توپ او  توپګو د ګوليو  بريد وکړي   .

د ده  دا ځانګړي او باډي ګارډ  ټولی  روان شو ، احمد شاه په خپله  جای نماز وغوړولو او  له خدای نه يې  په ژړا ژړا د فتحې او نصرت دعاګانې کولې دا امر عملي شو ،  د مرهټو د  ميمنې  مشر  بشواس   راو   له خپلو نورو  قومندانانو سره  د افغاني لښکرو  د دې  پرلپسې  اور  له امله  له منځه ولاړو ، د پېشوا د زوی  په مړه کېدو سره د مرهټو  د لښکر  ميمنه  ولړزېده   او په شا تګ ته اړ شو ل  ،  همدا مهال د افغاني لښکر  پوپخانې د دښمن  فيلان په نښه کړي وو   ، فيلانو له ميدان نه د تېښتې پر مهال  د مرهټو د لښکر ډېر کسان غوبل کړل   .

 د احمد شا ټول لښکر له خپل ځای څخه وخوځېدلو او د دښمن پر سر  ور پرېوتل  ، مرهټو هم  په اول سر کې کلکه مقابله کوله ، خو د سترو مشرانو وژل کېدو  او د هولکر  ، ماجي سنديا ، او شمشېر راو ، تېښتې  –  بې  سره کړل  ، چې  ماتې ته اړ او د افغاني  لښکر له لوري هر خوا ته  تر   ۴۰  ميله  پورې  تعقيب  شول   .

 د مرهټو او هندوانو  تلفات  :

 پدې جګړه کې د دښمن  تلفات ډېر زيات وو ،  له مړو  شويو  نه  پرته ۲۲ زره کسان  اسيران  ، ۵۰۰ فيلان څو زره  اوښان  ، ۵۰ زره اسونه ،  دوه لکه غواګانې  يې  په ميدان پرېښودلې  ورسره  ډېر  سپين او سره زر ، بې شماره جنګي وسايل تورې نېزي  ، او په زرګونو خېمې د ابدالي د لښکر لاسته ورغلې د افغاني لښکرو  تلفات  کم وو ،  له  لس يا پنځلس زرو  څخه    ډېر نه وو  . د ابراهيم ګاردي په شمول ځينې مسلمان  اسيران د غدر په سزا   او وژل شول ،  او پاتې يې آزاد کړل

د مړو شمېر :

 په فارسي تاريخونو کې يې د مرهټو د لښکر شمېر له  پنځو نه تر  اتو لکو  پورې بيان کړی  ، له همدې  امله يې د مړو شمېر هم  له درې لکو نه زيات ليکلی دی  ،  خو  ګرائټ ډف  يو انګرېزي مصنف  ليکلي چې دوی  درې لکه  وو ، چې  په  څلورو کې يوې برخې   ځانونه له ميدان نه سلامت  او وېستل   .

 او د افغاني لښکر د مړو شمېر  تر شل زرو رسېدلو  . مولوي سيد مدد علي  اکبر آبادي بيا  مرهټ څلور لکه ګڼلي  ، چې  دوه نيم لکه يې  په ميدان کې  له منځه لاړل  ، پنځوس زره د  تېښتې پر مهال  د بانډې خلکو  مړه کړل  ، ځکه چې د راتلو پر مهال مرهټو د هغوی  کلي لوټ کړي وو  ،  او يو لک مرهټ ګوډ او مات  خپل وطن ته ستانه شول  .پاني  پت کې مرهټو سخته ماته وخوړه  ، د دوی پېشوا بالاجي هم   له ډېره غم څخه  لږ  موده  وروسته مړ شو                                                                                                                            پايلې :

د پاني پت له فتحې وروسته  احمد شا له دهلي نه د باندې څو ورځې  پاتې شو ،  د هندوستان  بادشاهي يې  بېرته  د عالمګير ثاني زوی  عالي ګوهر ته  وسپارله (  د عالي ګوهر پوره نوم  : عبد الله شاعالم وو  ، مشرانو به عالي ګوهر بللو )   شجاع الدولة يې وزير او  نجيب الدولة يې  امير الأمراء کړو   .

 عالي ګوهر  له دهلي نه لرې وو نو د هغه تر  را تللو پورې يې د ده زوی جوان بخت  د ده نائب  وټاکلو او بېرته  قندهار ته ستون شو

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close