د وینو څاڅکي / غني څاروان

ګل ته لاس اچوم اغـزي شـــي ګـــــلان
رانه په منډه ګــلالــي شـــــــي ګـــــلان
بهار مې راوســتـو د زړه پـــه ویـــنـــو
خزان وهلي پــسـرلــــي شـــي ګـــــلان
د بل د باغ ګـــلان بــــه څــــه کـــــومه
چې له خپل کوره مې پردې شـي ګــلان
د ګران وطــن د ازادۍ پـــه خـــاطـــــر
د وینو څاڅکي بـه غـمـي شــي ګــــلان
څاروان به هله خــوشــالـــــي کــــــومه
غاړه غړۍ مو چې زلـــمـي شـي ګــلان

نېټه : ۸ / ۴ /۱۳۹۳ ل. ل د روژې مبارکه میاشت
د څرخي پله زندان د بګرام بندیانو بلاک شمالي وېنګ لومړی پوړ الف ۱-۱ پنجره

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close