د يخنۍ له زور سره نا امنيو هم زور واخيست

په افغانستان کې له هغې ورځې چې کمونيستي کودتا وشوه او ورپسې روسانو د څو تورمخو کمونيستانو په همکاريو روسانوته پر افغانستان د يرغل زمينه برابره کړه، په مقابل کې يې افغان مسلمان اومجاهد ولس وسله وال جهاد ته ادامه ورکړه. هر کال به چې د يخنۍ زور زياتيده، د غرنيو سېمو په واورو پيلېدوبه د جګړو زور کميده. دا جګړې د امريکايي يرغلګرو پرخلاف هم په همدې حال وې، چې واورې به ويلي شوې بيا به دغربي ګډو هېوادونو د ناټو په نامه د امريکا ترمشرۍ لاندې په افغانستان کې د اشغال لپاره جګړه دوامداره ساتي،مجاهدينو به دجګړې د زور انتظار ويست. خو د روان ژمي په يخنۍ موسم کې چې يخني زور اخلي وروسره د جګړې او ناامنۍ زورهم زياتېږي . د لته دوه پوښتنې رامنځ ته کېږي چې ياخو د افغان دولت وسلوال ځوکونه نور د مقابلې توان نلري او يا خو ورته اجازه نه ورکول کېږي ، چې د وسله والو سره جګړه وکړي. افغان دولت او ناټو خو لومړۍ پوښتنه د افغان ملي اردو په زياتوالي ځوابوي، چې نارينه څه اوس خو ښځينه پوليسې هم دهېواد دامن په ساتلو کې د خدمت وړ شوي او د ترکيې په مرسته افغاني ښځينه پوليسي وروزل شوې. که بيا د جګړو زور ته وګورو دا سې برېښي چې طالبان د پخوا په نسبت د دولتي چارواکو د دعوو پرخلاف منظم شوي او په ژمي کې يې هم په جګړو کې زياتوالی را وست.

د توقع پرخلاف په هغو ولاياتو کې چې د ژمي په موسم کې به پکې جګړې کمې وې او د واورو په دوام به په واورينو سېموکې جګړې ګرانې وې، په اوسني کال کې د هغو سېمو د يخنۍ له زور سره جګړې او ناامنۍ هم زور اخيستی ، چې په وردګو او ننګرهار کې تازه پېښې يې ښکاره مثالونه دي . د وردګو د ځايي خلکو په وينا، جګړې ورځ په ورځ زياتېږي. د ننګرهار په سره رود کې تازه پېښې بيا دا ثابتوي چې امنيتي ارګانونه د ولايت او ولسواليو د امن ساتنې توان نلري. په خوږياڼو، چپرهار ، هسکې مينې ، اچين ، بټي کوټ او نورو ولسواليو کې د نوو جګړو د پېل معنا همدا ده چې د امنيتي ارګانونو پخوانی زور چې بهرنيو پوځونو د وتلو په تازه ورځوکې و، اوس نه دی پاتې. که په ولسي جرګه کې د يو شمېر غړو په وينا دولتي لوړپوړي چارواکي د نوو وسله والو سره لاس لري ؛ نو امنيتي ارګانونه بايد ضرور د دې ادعا ځواب په خپلو عملياتو سره ووايي او يادې ولسوالۍ د نورو جګړمارو يا وسله والو څخه پاکې کړي ځينې راپورونه داهم شته چې په ننګرهار کې د ناټو هوايي ځواک له امنيتي ځواکونو سره همغږي نلري ؛ ځکه خو ولسي وګړي د امنيتي ځواکونو له کړنو راضي نه دي. که امنيتي ځواکونه په رښتيني توګه د ولس د سر او مال د ساتنې لپاره په اخلاص قدم پورته کړي ، نو ولس به يې ترڅنګ ولاړ وي ؛ خو دا چې د امنيتي ځواکونو په پرتله ولس په ننګرهار ولايت کې د نورو ولاياتو په پرتله له طالبانو خوښ دی ، دا خپله دوه برخې لري ؛ يو د امنيتي ځواکونو بې باوري او بل په ننګرهار کې د داعش کړنې چې ولس پر طالبانو باندې خوښ شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close