د يوې خور آواز

ژباړه: محمد نبي (الدين)

دغي خور غوښتي، چي دغه رساله تر نارینه وو ورسيږي:

السلام عليکم ..زه يوه ښځه يم، د ښځو وغونډو ته ځم. زه د ښځو سره ډېر داسي څه وينم، چي نارينه يې نه ويني. زړه کي تل دا سوال را پيدا دی، چي دا ښځي چا تر دغه حالته را ورسولې؟ څنګه د دوی حالت (د عزت) له لوړو څوکو څخه (د زرالت) و ټيټو کندو ته وار سو؟ د دوی حياء چا ور څخه واخيستل (او چا په داسي حال کي پرېښودلې) چي اوس له (افغاني) مېړاني هم خالي دي اسلاميت خو لا پر خپل ځای پرېږده؟ پيغله انجلی څنګه دې حالت ته را ووتل، چي خپل نس، ملا، ځيګر او پونډۍ يې لوڅ کړل، بېله دې چي د حيا يا شرم له وجي دي يې باڼه هم ورپيږي!

څومره دردوونکې خبره ده!

په کار خو دا وه، چي موږ و مور ته د مدرسې نوم ورکولای، خو نن همدا مور بې ستري کوي، نو لور به يې څنګه ستر او حجاب ور څخه زده کړي؟!

له ځان سره مي داسي ډيري پوښتني کړي دی او په جواب کي يې په حيرانتيا کي پاتي سوې يم..

کله وايم: د حيا لږ والی د ايمان پر لږ والي دلالت کوي..

کله وايم: د دې کړنو سبب کم علمي ده، که چيري دا ښځي د دغو لباسونو په ګناه خبري سي؛ نو هيڅ کله به يې د اغوستلو جرأت و نه کړي..

کله وايم: د دې کارونو سبب د أمر بالمعروف او نهي عن المنکر له منځه تلل دي.

مګر هغه شي چي زه پر هغه باور لرم، د دغو لوڅو جامو او د پرديو ته سنګار کولو، لوی سبب د نارينه وو نه پاملرنه ده؛ هو د نارينه وو نه پاملرنه..

نارينه له کوره ووتل، ښځي د کور مشراني سوې او حياء له منځه ولاړل..

نارينه چيري دي؟

هغه واک (قوامه) چي الله دوی ته پر ښځو ورکړی دی، هغه څه سو؟

ايا د نارينه وو وظيفه اوس يوازي د دنيا او خوړو ګټل دي؟

ډېر نارينه د خپلو لوڼو پر لباسونو پاملرنه نه کوي او سترګي پر پټوي او په دې ښه پوهيږي چي لور يې لوڅ او بې حياء جامې اغوندي..

مګر بله چاره هم نه لري، ښځه ور ته دا قناعت ورکوي، چي ټوله خلګ اوس داسي او هاسي دي..

خو دا يې هېر دي، چي ډېروالی عذر نه سي ګڼل کېدلای

الله عز وجل فرمايي: ( وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ  ).

ژباړه: او كه ته د ډېرو هغو خلکو پيروي وكړې چې په ځمكه كې دي، د الله له لاري به دې واړوي. هغوى یوازې د ګومان پیروي کوي او هغوی یوازې اټكل کوي.

[سپېڅلی قرآن]

ډېرو بيا د واک ټولي چاري و ښځي ته سپارلي دي، هغه چي د مسؤوليت وړتيا نه لري، هغه چي عقل او دين يې هم ضعيف دي، او دی ورپسي په پټو سترګو روان دی..

ده خپله يوازينۍ وظيفه دا جوړه کړې ده، چي خپلو لوڼو ته مال او پيسې ور کړي؛ تر څو هغوی هغه څه په واخلي او واغوندي کوم چي يې خوښ وي..

هغه چي په اړه به د الله عز وجل په حضور کي ور څخه سوال او جواب وسي..

رسول الله عليه الصلاة والسلام فرمايي: (( مَا مِنْ عَبْدِ يَسْتَرْعِيهِ اللَّهُ رَعِيَّةً، يَمُوتُ يَوْمَ يَمُوتُ، وَهُوَ غَاشٌّ لِرَعِيَّتِهِ، إِلَّا حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ )).

ژباړه: کوم بنده ته چي الله عز وجل د يوه رعيت پالنه پر غاړه ورکړې وي، او دی د خپل رعيت سره د خیانت پر حال مړ سي؛ پر هغه به الله عز وجل جنت حرام کړي.

ای نارينه!

دا ستا تجاهل او ناګاري ده چي زموږ لوڼي يې دغه سپک او ذليل حال ته را و ايستلې..

والله ثم والله چي زموږ په مجلسونو، اخترونو او ودونو کي، د ښځو تر منځ ستر واجب دی.

ګرانه وروره!

ای غيرتمنده!

ای نارينه!

ای د بېسدتيا په حال کي پروت زمريه!

نور را ويښ سه..

خپلي سترګي خلاصي کړه، د خپلي لور او ښځي جامې دي وګوره، دوی ستا رعيت دي او ستا څخه به د الله په حضور کي د دوی په اړه پوښتني کيږي.

نور را ويښ سه! خوب دي ډېر اوږد سو او په دې هم نه يې خبر، چي له دنيا به کله کوچ کوې؛ نو هغه څه چي ستا پر ذمه دي هغه خپله آداء کړه.

ښځي ته دي د لوڼو د لباس مسؤوليت مه ورکوه، بلکي د دې کار اصلي مسؤول ته خپله يې.

هيله ده، چي په دې سره به الله زموږ و لوڼو ته حياء ور په برخه کړي بيا به موږ پر مستورو او درندو مجالسو خوند اخلو، هغه مجالس، چي له شرعي مخالفتونو به پاک او خالي وي.

اللهم هل بلغت.

اللهم فاشهد ،،.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close