د يو ويشتمې پېړۍ خالد هم وفات شو

 احمد منصور

که د اسلامي تاريخ پاڼې را واړوو داسې اشخاص به پکې ډېر وموندو چې د ژوند اکثره برخه يې په جهادي ډګرونو کې تېره شوي وي د شهادت په ارمان به يې سختي او تکاليف په ځانو ګاللي وي خو بيا به هم په خپل بستر کې وفات شوي وي، غواړم د دا ډول اتلانو يو څو نومونه د مثال په ډول درته ﺫکر کړم:

خالد ابن وليد (رض) ، صلاح الدين ايوبي (رح) ، اميرالمٶمنين ملا محمد عمر مجاهد(رح) ، مولوي خالص بابا( رح) …

خالد ابن وليد رضي الله عنه چې د جزيرة العرب ﺯيات شمېر سيمې يې ونيولې او اسلامي نظام يې پکې نافذ کړ په همدغې سپېڅلې لار کې څو ځلې سخت ټپي هم شو دا چې د شهادت ارمان يې په ﺯړه کې وه، حوصله يې و نه بايلله او خپلې مبارﺯې ته يې ادامه ورکړه تر دې چې له سختې مريضۍ سره مواجه شو د ژوند په آخري شېبو کې د امت بزدلو ځوانانو ته يې دا ډول وفرمايل:

«که چېرته مرګ په جهاد کې وى نو نن به خالد په بستر نه وفات کېده».

يو له ورته رجالو څخه شيخ جلال الدين حقاني رحمه الله وه ، حقاني صاحب هم د ژوند اکثره برخه په جهادي ډګرونو کې تېره کړې وه او په همدغې لاره کې يې په ځان يخنيانې،ګرميانې،ﺯحمتونه او تکاليف تېر کړي وه.

حقاني صاحب بې له شکه چې د يوويستمې پېړۍ خالد وه د اسلامي نظام نفاﺫ، د مسلمانانو متحد کېدل او د شهادت مرګ يې له سترو ارمانونو څخه وه، که څه هم دوه ارمانونه يې تر يو حده پوره شول خو د شهادت ارمان يې په ﺯړه پاتې شو لکه د خالد ابن وليد رضي االله عنه په څېر په خپل بستر وفات شو ، په خپل مرګ يې نړيوالو ته دا وښوده چې د حق پر وړاندې باطل هېڅ هم نه دى او دا خبره يې په اثبات ورته ورسوله چې د ايمان پر وړاندې د ټيکنالوژۍ ﺯور صفر دی.

حقاني صاحب په رښتيا چې خالد وه هغه په دې معنا چې د وخت د فاسدو چارواکو غوښتنې يې ونه منلې، نجيب ته يې د ليک ځواب په دې ډول ورکړ:

«ستاسې ليک له تفصيلي ټکو سره را ورسېد، تاسې په کمونېستي ګوند کې د شموليت اوږده سابقه لرئ، په تېره د خاد د مشر په توګه مو ماضي ټولو ته معلومه ده، ستاسې د مفکورې او ګوند کړنلارې له امله په هېواد کې د جګړې اور بل دى، ستاسو د ژمنو خلاف افغانان د کور په ځاى د ګور ، د کاليو پر ځاى د کفن او د ډوډۍ پر ځاى د خاورو څټلو ته اړ شوي، په روسانو هېڅ وخت باور نه دى په کار چې ستا د اسلافو برخليک يې ژوندى مثال دی».

کله چې امريکايانو په هېواد يرغل وکړ کرﺯي له حقاني صاحب وغوښتل تر څو د جنوبي ولاياتو د عمومي مسٶل په توګه مسٶليت قبول کړي حقاني صاحب په ځواب کې ورته داسې وويل:

«ما ته د يرغلګرو د اشغال تر سيوري لاندې په ګوډاګي نظام کې تر هر ډول لوى منصب د هېواد د دفاع لپاره په غرونو او سنګرونو کې ژوند کول ډېر غوره دي».

حقاني صاحب نه تنها دا چې د جهادي ډګر سالار او رهبر وه بلکې ﺯړه سواندى مصلح، مطيع، تقواداره باعمله عالم او د ٣٥٠ مساجدو، مدارسو او مکاتبو بنسټ اېښودونکى وه،

حقاني صاحب نه يواﺯې دا چې په ځوان کهول يې ديني او عصري ﺯده کړې کولې، بلکې له جهادي اعداد سره يې هم آموخته کول، د همدې لپاره يې د جهادي مشر عبدالله ابن مبارک ـ رحمه الله – په نوم حربي پوهنتون جوړ کړى وه چې په سلګونو جهادي قومندانانو او مجاهدينو پکې نظامي ﺯده کړې کولې.

د حقاني صاحب حقاني ژوند وه ، حقانيان يې وروﺯل او په حقاني لاره ولاړه.

اى د يوويستمې پېړى خالده! تاريخونه به ستا کارنامې د اسلام او مسلمانانو لپاره خدمتونه، د جهاد په لاره کې تکاليف او ﺯحمتونه هېڅکله هېر نه کړي، له تا څخه پاتې کاروان به ستا مسير تعقيبوي او راتلونکي نسلونه به درباندې وياړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close