د ټاکنو خپلواک کمیسون: که دولت بوديجه برابره کړي، چمتو دي چې په ټاکلې نېټه ټاکنې ترسره کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه ۱۳ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني وايي، دوی په ټاکلې نېټه د ټاکنو ترسره کولو لپاره چمتو دي، خو داسې ښکاري چې دولت د بودېجې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
دی وايي، «حکومت د ټاکنو لپاره د بودیجې په پیدا کېدو مکلف دی، که چیرې یې په وخت دا کار ترسره نکړ ، نو د ولس ځواب به وايي.»
نورستاني زیاتوي، که په وخت بودیجه پیدا نشي، ښايي ټاکنې وځنډيږي، او د ځواب ویلو مسئولیت به د حکومت په غاړه وي.
کارپوهان په دې نظر دي چې په ټاکنو کې د درغلیو، او جنجالونو ترڅنګ نوماندان هم قوانینو ته توجه نه کوي، او سرغړونه ترې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close