د ټاکنو نړيواله مسخره او جدي اشرف غني

تميم توفيق

تيره او پرون ورځ په هيواد کې د پارلماني ټاکنو په پروسه کې نادرې ناولده وشوې، اکثر ځايونو کې انتخاباتي حوزې بندې وې، په ډيرو کې د بايو ميټرک سستم کار نه کاوه او هلته چې دا سستم کارآمد و، هلته بيا مامورين سرناخلاصي ول، ځينو کې بيا لستونه ورک و او زيات نور د طالبانو له تهديد سره مخ وو.

ټاکنې وې تېرې شوې، خلکو مسخره کړې او فيسبوکي پوسټونو او ټويټري ټويټونو کې د ټاکنو اړوند ټوکو ټکالو علاوه بل څه نه ليدل کېدل.

خو اشرف غني بيا خوشحالي څرګنده کړه او له خلکو يې مننه وکړه چې په ټاکنو کې يې شرکت کړی. نوموړي خلکو ته ويلي چې له تهديدونو سره سره زور ته نه دي تسليم شوي او طالبانو ته يې ثابته کړه چې په زور يې فکر نشي کنترولولای.

فکر کيږي چې اشرف غني ته د نابالغې ديموکراسي په وطن کې تنکو ديموکراتانو غلط معلومات رسولي دي؛ ځکه چې که نوموړي فيسبوک او ټويټر لرلای، ښايي حتی له خپلو ارګخيلو يې هم د مننې او کورودانۍ په الفاظو خوله نه وای چوله کړې، دا چې له دومره لويې ناکامۍ او مسخره ټاکنو سره سره مننه کوي او د طالبانو په وړاندې د خلکو جرأت او د ټاکنو په مخنيوي کې د هغوی د ګواښونو په بابيزه ګڼلو يې وياړي، معلوميږي چې اشرف غني بيچاره ناخبره دی.

اشرف غني بايد يا فيسبوکي يا ټويټري شخصي اکاونټ ولري او يا ورته په کار ده چې تلويزيون او راديوګانې تعقيب کړي، دا د دې لپاره چې له حقايقو يو څه آګاهي ولري او دی خپله هم د ټاکنيزې پروسې په څير مسخره نشي او د باچايي حيثيت يې پر ځای پاتې شي.

که څه هم رسنۍ د نوموړي او د ده د خارجي ملګرو خوشحالي غواړي، مګر بيا هم کله نا کله داسې حقايق وي چې دوی يې هم نشي پټولی بلکې مجبوراً هماغسې بيانوي لکه چې وي، کټ مټ لکه د وړمې او پرون ورځې د انتخاباتي پروسې ناکامي چې هيچا پرې د پردې غوړولو زړورتيا نشوای کولی.

لنډه دا چې اشرف غني ته ښايي په هر کار او خبره کې له جديت وړاندې ځان په واقعيت خبر کړي او بيا يې په خپله ځانګړې لهجه او باډي لينګويج د سټيج پر سر ووايي، ګنې همداسې به مسخره او پسخنديږي لکه پرونۍ انتخاباتي پروسه. همدا پرون هم ډيرو فيسبوکيانو په اشرف غني پسخندونه وهلی و، چې د رايې کارولو په مهال يې تيروتنه کړې وه.

له پورتنيو خبرو مې بل مقصد نشته، يوازينی هدف مې دا دی چې خپله خواشيني ختمه کړم. باور وکړئ چې د تيرو دوو ورځو په ټاکنيزه پروسه کې د بې کچې ناکامۍ او د دولت د پسخندېدو له امله مې زړه بد و، ما ويل که هر څنګه وي، آخر افغانان دي او په دومره لويه کچه رسوايي مې نه پرې لوريدله او دا هيله مې هم نه لرله چې د اشرف غني په ګډوله دولت دې د نړۍ په سطحه داسې لويه او بده ټوکه وشي، چې په بيا راتلونکو ټاکنو کې چا ته سترګې نشي پورته کولای.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close