د ټاکنو په خاطر رخصت شوي ښوونځي، د طالبانو په سیمو کې پرانیستي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴)

طالبانو د تیر په څیر یو ځل بیا د حکومت له خوا ښوونځیو ته ورکړل شوې رخصتي ممنوع کړې او تر واک لاندې سیمو کې یې په زرګونو ښوونځیو کې د زدکړو چارې په عادي توګه روانې دي.
د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ؛ “دا چې د ټاکنو کمیسیون له لارې په ښوونځیو کې د رایې ورکولو مرکزونه فعال شوي، د یاد کمیسیون له لارې ښوونکو ته د بایومتریک وسایلو تریننګ ورکول کیږي او په اکثره مکتبونو کې د رایې ورکولو د مرکزونو د امنیت په خاطر په ښوونځیو کې امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي.
پدې اساس د پوهنې وزارت رهبرۍ لازمه وبلله چې د میزان له ۲۳ مې تر ۲۹ مې نیټې پورې ښوونځي رخصت کړي.“
که څه هم طالبانو رسماً په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی،  خو خلکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو لکه څنګه چې د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت  د دولتي چارواکو له خوا ورکړل شوې رخصتي ممنوع ګرځولې وه، اوس یې هم کوم ارزښت نه دی ورکړی او په ټولو هغو سیمو کې چې د دوی واک او ځواک دی،  ښوونځي او د زدکړو مراکز په کې پرانیستي دي.

طالبانو ټاکنې تحریم کړې او له خلکو یې هم غوښتي چې په یادو ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، ځکه چې د دوی په وینا، د ټاکنو د برخلیک ټاکلو واک له امریکا سره دی او د ملت رایه هیڅ ارزښت په کې نه لري.
باید وویل شي چې د هیواد په مختلفو نقاطو کې د طالبانو تر واک لاندې زرګونه ښوونځي شتون لري، چې د هغوی د تعلیم او تربیې د کمیسیون له خوا یې جدي څارنه او ارزونه کیږي او درسونه یې په لوړ معیار جریان لري

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close