د ټاکنو کمیسیون دو کارکونکو له یوې نوماندې د نامشروع اړیکو غوښتنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱)

سرچینې وایي چې د ټاکنو کمیسیون دو کارکونکو له یوې نوماندې د بریا په خاطر کې د نامشروع اړیکو د نیولو غوښتنه کړې.

د ټولنیز عدالت د پلي کولو د بنسټ مشرې ډاکټر حمیده وردګ یو لړ اسناد افشا کړي چې په کې ښوودل کیږي، چې د ټاکنو کمیسیون دوه کارمندان له یوې نوماندې غواړي چې شپه ورسره تیره کړي.

وردګ وایي، دیادې نوماندې له نوم اخیستلو ډډه کوي خو وایي چې که د ټاکنو کمیسیون پر دې قضیه کوم غبرګون ونه ښووده، د دواړو کارمندانو هویت به افشا کړي.
نوموړې د پژواک اژانس ته دوه غږیز کلیپونه هم په لاس ورکړي چې په کې  نوموړې کارمندې ته ویل کیږي.

“ما غوښتل تاسو داسې ځای ته بوځم او له داسې کسانو سره دې آشنا کړم، چې ژوند مو تغیر ورسره وکړي او سل په سلو کې کامیابه شې خو که تاسو دا ډول وړاندې تګ غواړی بریا مو ناممکنه ده “

په یوه بل کلیپ کې وایي

“ ګوره ګرانې له ګیلو او کیسو تیریږو راځه ته هم ژمنه وکړه او زه به هم ریښتونی اخلاص درته کوم، وانجلۍ! له ما سره پریکنده خبرې وکړه او نن شپه راسره ځانګړی ملاقات کوې کنه؟ مقصد تاون کوې“

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي چارواکي دې له یوې نوماندې د بریا په بدل کې دا ډول نامشروع غوښتنه کوي؛ تر دې وړاندې له ګڼو ښځینه نوماندانو د بریا په مقابل کې د ناوړه جنسي اړیکو غوښتنه شوې او دا لړۍ له کومې ویرې پرته په زیاتره دولتي اداراتو کې دوام لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close