د ټاکنو کمیسیون رئیس ټاکنیز مواد په پټه ننګرهارته انتقال کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۳)

په داسې حال کې چې د ټاکنو پر کمیسیون د درغلیو او فساد نیوکې په زیاتیدو دي، تازه د انتخاباتو د کمیسیون یوې سرچینې رسنیو ته په ډاګه کړې چې عبدالبدیع صیاد تیرماښام ننګرهار ولایت ته له سټیکرونو بار یو موټر انتقال کړی دی.
سرچینې وایي، د درغلۍ د امکان له امله د انتخاباتو د کمیسیون نور چارواکي دې ولایت ته د سټیکرونو له استولو سره مخالف و، خو صیاد د مازدیګر پر ۵ بجو په یو تونس ډوله موټر کې داسې مهال داتوکي انتقال کړي، کله چې د دې کمیسیون ټول چارواکي رخصت و.

یادې سرچینې د اطلاعات روز خبرپاڼې ته ویلي، چې دا پریکړه د ننګرهار د انتخاباتو د ولایتي کمیسیون د مشر او عبدالبدیع صیاد ترمنځ د یوه وکیل په غوښتنه شوې.
سرچینه زیاتوي؛ د صدیق پتمن په نامه د ننګرهار یوه وکیل له صیاد څخه خپل اړوند ځانګړ مرکز ته د سټیکرونو د ورلیږلو غوښتنه کړې وه، چې صیاد د نوموړی وکیل د دریو ملګرو په توسط دا مواد تیرماښام ورته استولي.

که څه هم د انتخاباتو د کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي داکار د کمیسیون د غړیو په خوښه او د ننګرهاري ولسونو په غوښتنه بولي، خو یادې سرچینې ویلي چې د کمیسیون نور چارواکي له دې کار سره سخت مخالف و ځکه له ننګرهاره ورته د سټیکرونو د خلاصیدو په تړاو په رسمي توګه دا ډول غوښتنه نه وه شوې .
د قانون تر مخه؛ د انتخاباتو کمیسیون هغه مهال انتخاباتي توکي یوه ولایت ته استولی شي، کله چې مرکز ته د یاد ولایت چارواکي رسماً د یادو توکو د خلاصون خبر ورکړي، خو پر همدې سربیره بیا هم د کمیسیون د ټولو غړو توافق ضروري ده

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close