د ټرامپ د جنګي ستراتیژۍ ماته او د غزنوي طالب بریا

لیکوال: شهاب لیوال

آفرین شه ستاسو په میړانې د غزني میړنیو زمریانو ! تاسو یو وار بیا په ایمان، تقوا او د الله ﷻ په توکل سره د غزني ښار فتحه کړو، تاسو خپل د تېرو اتلانو تاریخ راژوندی کړ، تاسو خپله رښتینولي ثابته کړه.

د غزني ښار چې خورا اړین او ستراتیژیک موقعیت لري او مرکزي ولایتونه له جنوبي او جنوب غرب ولایتونو سره نښلوي او د حکومت قوي اکمالات له همدې لارې اکمالېږي نو د طالب ځواکونو پام يې ځان ته راواړوه.

له نظامي پلوه د غزني جکړه ډېره پېچلې ده، مخابراتي شبکې غیر فعاله دي، برق غیر فعاله دی، رسنۍ غیره فعاله دي، حکومت هیڅ نوعه معلومات نه لري او د حکومت رسمي ویاندويان له دروغو پرته بل هیڅ څه نه لري چې له خلکو سره یې شریک کړي.

اسلامي امارت چې مخکې په کندوز او فراه ولایتونو فاتحانه عملیات ترسره کړل، هلته یې موخې نظامي ځواک ښودنه او خپل اکمالات وه خو د غزني فتحه بیا د نظام قایمولو په معنی ده، د غزني له فتحي سره به میدان وردګ او زابل هم تر قوي بریدونو لاندې راشي او داسې معلومېږي چې دا وار طالبان د عقب نشينۍ تکل نه لري ،تر دې مهاله حکومت نه یوازې دا چې کومه مثبته لاسته راوړنه نه لري، بلکې هر لحظه خپلې پاتې ساحې هم له لاسه ورکوي.

د دقیقو راپورونو له مخې تر دې مهاله له ۲۰۰ زیات افغان سرتیري وژل شوي، تر ۴۰۰ زیات عسکر د قوي محاصرې له وجې اسلامي امارت ته تسلیم شوي. او د کره او دقیقو معلوماتو له مخې د غزني په استخباراتو او محبس کارنده ګوزارونه پيل شول.

د غزني په ټوله جګړه کې طالبانو له حکومت څخه ۵۵ عرادې ټانکونه او رینجر موټر نیولي دي.

سلګونه میله سپکه او درنه وسله نیو ل شوې، په لسهاوو زره مرمۍ او مهمات تر لاسه شوي چې تیره شپه يې ټول محفوظو ذخایرو او ځایونو ته انتقال کړل.

د سږني کال د الخندق عملیاتو له پیل سره سم طالبانو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ځينې ولسوالۍ، سیمې او پوځي مرکزونه له حکومتي ځواکونو ونیول.

د دغو فتوحاتو لړۍ له شمال زون څخه پیل تر مرکز غزني او بیا جنوب غرب حوزې فراه ولایت پوري په ډیره چټکي سره ورسېده.

له بل پلوه د ټرامپ جنګي ستراتیژي هم بدلون وکړ، تېر کال چې کله د واک په ګډۍ کښېناست په ډیرو اوتو بوتو یې خپل غلامان خوشحاله کړل، خو کله یې چې په عملي میدان کې د طالب ایماني ځواک او زور ولید، مجبوره شوو ،چې خپل جګړه ئيز دریځ بیا ځل بدل کړي.

نیویارک ټایمز یو مطلب خپور کړ چې پکې راغلي و : ټرمپ له افغان حکومت غوښتنه کړې چې له لرې پرتو سیمو څو محدودو ښارونو ته شاتګ وکړي.

د دې ستراتیژۍ له اعلانیدو ورسته له بل هر چا د طالبانو استفاده وکړه، او اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو ته يې دا مطلب ښه څرګند کړ چې دا هیواد هيڅ يرغلګر نه شي خپلولی.

او دوی باید پوه شي چې د دې هیواد هیڅ سيمه دوي ته خوندي نه ده او ژر تر ژره دې له دې خاورې پښې سپکې کړي ځکه افغانستان د اشغالګرو هدیره ده .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close