د ټرمپ ادارې پر کابل او اسلام آباد مرستې کمې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۴)

د ټرمپ ادارې د راتلونکي ۲۰۱۹ کال لپاره پر افغان حکومت او پاکستاني ادارې د ملکي او پوځي مرستو کچه را ټیټه کړې .
د امریکایي رسنیو د راپورونو ترمخه؛ د ټرمپ ادارې د ۲۰۱۹ کال له پاره ټوله بودیجه ۷۱۷ میلیارده ډالر ټاکلې، چې پنځه میلیارده ډالر یې په افغانستان کې خپلو پوځي لګښتونو ته ځانګړي کړي.
دغه راز په افغانستان کې د ملکي چارو د مخته وړلو او د انکشافي مرستو پخاطر یې یواځې ۶۳۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي، چې دا کچه په ۲۰۱۸ کې ۷۸۳ میلون او په ۲۰۱۷ کال کې پوره یو میلیارد ډالر و.
د امریکا کانګرس دا بودیجه تصویب کړې او په یوه متن کې یې ویلي

“ په افغانستان کې د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي لګښتونه کولی شي د افغان عسکرو د روزنې او جګړې د مخته وړلو لګښتونه پوره کړي، او دا اطمینان ترلاسه کړي چې جهادي ډلې د امریکا پر خاوره، په بهر کې د امریکا پر اتباعو او زمونږ پر متحدینو او شریکانو د بریدونو جسارت نه لري.“

امریکا، افغانستان، پاکستان

همداراز پر پاکستان هم تر بل هر وخت امریکایي مرستې کمې شوې.

امریکا د ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې له پاکستان سره د۳۳۶ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې، چې ۲۵۶ میلیونه یې اقتصادي مرستې او ۸۰ میلیونه ډالره یې پوځي او نظامي مرستې تشکیلوي.

دغه راز له ایتلاف څخه د ملاتړ له  صندوق نه   هم له پاکستان سره مرستې کمې شوې او د ۲۰۱۸ کال له ۷۰۰ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۱۹ کې تر ۱۵۰ میلیون ډالرو را لویدلې.
د دې صندوق له مرستو هغه هیوادونه زیاته ګټه اخیستی شي، چې د امریکا د نظامي تګلاې ملاتړي وي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا د ۲۰۱۹ کال بودیجه چې د کانګرس له خوا تصویب شوې، په لنډ راتلونکي کې عملي بڼه غوره کړي.
باید وویل شي، چې د افغان دولت د ملکي او نظامي برخو ۹۵ سلنه امریکا ورکوي .
د ګډحکومت مشر جمهور رئیس غني په ځلونو ویلي چې د امریکا له مرستو پرته یې پوځ شپږمیاشتې مقاومت نه شي کولی او ملکي ادارې هم تر ډیره د هغوی په پیسو چارې مخته وړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close