د ټرمپ نوې تګلاره: افغان ځواکونه دې له لرو پرتو سيمو په شا شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۷)

د امريکايي چارواکو له قوله راپورونه ورکړل شوي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې افغان ځواکونو ته امر کړی ترڅو په افغانستان کې له لرو پرتو سيمو په شا شي.

نيویارک ټايمز ورځپاڼې د امريکا د دفاع وزارت د درېيو چارواکو له خولې د نوم نه ښودلو په شرط ليکلي چې دا د ټرمپ د نوې تګلارې يوه برخه ده چې تر اوسه يې په اړه نور جزيات نه دي خپاره شوي.

نيويارک ټايمز ليکي: له لرو پرتو سيمو د افغان ځواکونو ويستل د دې لپاره دي چې افغان ځواکونو تلفات کم او تمرکز به يې په ښارونو کې په هغو سيمو زيات شي ډير خلک پکې استوګنه کوي ترڅو د ښارونو امنيت په خوندي کړای شي.

راپور د امريکايي چارواکو له خولې ليکي، چې د افغان پوځ يو شمير جنرالانو د امريکا د دغه وړانديز سره مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي تر خپلې وسې به هڅه وکړي تر څو لرې پرتې سيمې وساتي.

نیویارک ټایمز زياتوي، د افغان پوځيانو شاتګ دا څرګندوي چې د کابل حکومت د کليوالو سيمو په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

د سرچينې په وينا، په کليوالو سيمو کې د افغان ځواکونو تلفات ورځ تر بلې په زياتېدو دي چې هره اوونۍ سلګونه عسکر وژل کېږي زياتوي چې دا کار به د هغوی د تلفاتو کمولو کې مرسته وکړي.

دغه راز  په امريکا کې افغان سفير حمدالله محب نيويارک ټايمز ته ويلي، د ليرې پرتو سيمو د افغان ځواکونو د رايستلو اساسي هدف دا دی چې لومړی د ښارونو او وروسته د کليوالو سیمو امنيت خوندي کړای شي.

د امريکا د دفاع وزارت سرچينې وايي، دا د امريکا غوښتنه وه او په ليرې پرتو سيمو کې د ځواکونو پاتې کېدل افغان حکومت پورې اړه لري چې خپل ځواکونه پرېږدي او که راوباسي يې.

په وروستيو کې د هېواد په ليرې پرتو سيمو او ښارونو کې د طالبانو بريدونو افغان ځواکونو ته درانه تلفات اړولي چې د افغان چارواکو تر څنګ يې امريکايي چارواکي هم اندېښمن کړي، غواړي چې په نوې تګلارې سره د عسکرو تلفات راکم کړي.

د افغانستان لپاره د امريکا د بيا رغونې اداره “سيګار” وايي، دا مهال د افغانستان د ۴۰۷ ولسواليو له جملې ۲۲۹ د حکومت تر کنترول لاندې دي، ۵۹ له طالبانو سره دي او پاتې ۱۱۹ د دواړو لوريو تر منځ ويشل شوې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close