د ټرمپ پالیسي طالبان کمزوري که قوي کړل؟

ټرمپ په نوې استراتیژي کې طالبانو ته درې لارې ټاکلې وې‹‹تیښته، سولې ته حاضریدل او یا وژل کیدل›› خو ټرمپ د کابل له بریدونو وروسته دریمه لار هم په طالبانو وتړله چې سوله ده بلکې یوازې تیښته او وژل کیدل یې ورته پریښودل.

لیکوال عاکف مهاجر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واک ته رسیدلو وروسته د افغانستان لپاره د استراتیژي اعلانولو باندې میاشتې تیرې کړې خو وروسته یې په خپله استراتیژي کې د افغانستان لپاره له جګړې پرته بل څه نه درلودل.

ټرمپ په نوې استراتیژي کې طالبانو ته درې لارې ټاکلې وې‹‹تیښته، سولې ته حاضریدل او یا وژل کیدل›› خو ټرمپ د کابل له بریدونو وروسته دریمه لار هم په طالبانو وتړله چې سوله ده بلکې یوازې تیښته او وژل کیدل یې ورته پریښودل.

د ټرمپ له استراتیژي وروسته ځینو پلورل شویو افغانانو د ټرمپ د استراتیژي نه د هرکلي په پار په ولایتونو کې غونډې راوبللې، د افغانستان لپاره یې د امن زیری وبللو او د امريكا او لويديزو ځواكونو له وحشتونو سره سره یې پر هر څه سترګې پټې کړلې خوشالیانې یې وښودلې.

دوى پوهیدل چې د بي ۵۲ او بې پيلوټه الوتكو د سيوري له لرې کیدلو سره پرې روزي بندیږي او دوی به د خپلو کړیو جرمونو حساب د ولس پر وړاندې ورکوي.

دوی د هیواد په هره برخه کې شپه او ورځ د لسګونو تنو د وژل كېدلو هیڅ پرواه ونکړه خو بیا یې هم د ټرمپ له استراتیژي نه هر کلی وکړو او ځینو بیا د ټرمپ په نوم مډالونه ولیږل.

طالبانو هغه مهال ټرمپ ته ویلي وو چې بمبارونه او د نورو عسکرو راتلل یې نشي ویرولی، د کورنیو او بهرنیو عسکرو پر وړاندې به جګړې ته زور ورکړي، یواځې دا نه چې نیول شوې سیمې به ساتي بلکې د خپلو پیچلیو تکتیکونو پر مټ به نورې سیمې هم ونیسي.

د امریکایي ځواکونو له چاپو او بمبارونو سره دا دی دوه ورځې وړاندې په تخار کې د یوې ورځې جګړې په ترڅ کې د کماندو ځواکونو د یوې قرارګاه په شمول ۱۲ پوستې ونیولې.

ټرمپ ویلي وو طالبان مو د ولسوالیو او ولایتونو له نیولو غورځولي او نشي کولی چې نور ولسوالۍ او ولایتونو ته سقوط ورکړي خو نن یوځل بیا طالبانو د فراه ولایت اناردره ولسوالۍ ونیوله.

افغانستان ته د نورو عسکرو له راتګ سره افغان ولس وپوهیدلو چې امریکا په افغانستان کې د اوږدمهاله اشغال اراده لري او طالبانو ته یې د مرستې کلک لاس وراوږد کړلو.

همدا راز طالبانو د ټرمپ له استراتیژي وروسته د فراه ولایت امنیه قومندان و وژل او څو ورځې وړاندې یې د دغه ولایت د والي په موټریز کاروان برید وکړلو هغه له برید روغ و وتلو خو ساتونکي یې و وژل شول.

طالبان د ټرمپ جګړئیزې استراتیژي ضعیف نه بلکې قوي کړل او اوس هم کولی شي ولسوالیو ته سقوط ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close