د ټرمپ په خلاف  نن هم په امریکاکې مظاهرې رواني وې

کابل ټکی کام :لړم ۲۱ مه، ۱۳۹۵ الماس خدرخیل

نن دویمه ورځ هم دامریکا په  فرانسسکو کې په سلګونو محصلین او ښاریان راوتلي و اوپه مظاهروکې یې ګډون کړی ود سټي پوهنتون مشر مېنګ لي ویلي دغه محصلین په خپله خوښه راوتلي او دا د دوی خپل احساسات او جزبات دي دهغوی غوښتنې په استادانو پورې هیڅ ډول اړه نلري.

په زرګونو امریکا یې ولسي وګړي  راوتلي و او ویل يې چي ټرمپ زموږ ولسمشر نه دی ،د امریکا د نیویارک نه تر کېلیفورنیا پورې زرګونه خلک په دویمه ورځ هم راوتلي  او د ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرکیدو په ضد يې مظاهرې کړي دي.

په دغو مظاهره چیانو کې د ډ یرو تعلق د افریقا یې امریکایانو او هسپانوي محصیلینو سره وو.

مظاهره چیانو ویلي  ټرمپ د کمپاين په مهال  د مهاجرینوپه خلاف ویناو دوی ویرولي دي.

ویل کیږي چي ټرمپ ته نن په رسمې ډول دبین الملل نړۍ والې ادارې هم ویلي چي هغه دي نور له ګواښونکو ویناو ډډه وکړي ځکه دا ویناوي په امریکا کې د ستونزو سبب کیږي.

داهم ویل کیږی چي ټرمپ مسلمانانو اوتورپوستو امریکایانوته یوسترخنډ دی ،هغوی ویلي چي دټرمپ ګواښونه  او ویناوې به امریکا په بله واړوي اوهم به د مسلمانانو دجګړوسبب شي.

ټرمپ نه یواځي مسلمانان او تورپوستوته په خپلوویناو کې ګواښونه کړې بلکي هغه دځايي مهاجرو په وړاندې هم د سختو قوانینوخبره کړې ده چي دوی به له امریکاڅخه وایستل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close