د ټرمپ ښکروره پالیسي به امریکا بې ښکرو کړي

امریکا د ۱۹مې پیړۍ په نیمایي کې لږه د ژوند سا واخسته، خو دې سا اخستنې سره ترې هغه هېوادونو کې بیا ناارامي پیدا شوه چې مخکې پرې امریکا چپه مېچنې ګرځولې وې، تر ټولو زیات يې جاپان ځپلی او په نړۍ کې د نشت برابر کړی و.

امریکا تل په سیمه کې د جګړې پالیسي خپله کړې ده، خوکله يې چې تاوان لیدلی، بیا يې څو کاله خوله پټه کړې او د سا اخستنې وروسته يې بیا هغه خپل ښکرورتوب ته مخه کړې ده.

امریکا د برتانيې په څیر د امپراتورۍ ډیر خوبونه ولیدل، نورو ته يې د ورکاوي کندې وکنستې، خو د امپراتورۍ ارمان يې پوره نه شو. په ۱۷۲۶ز کال  چې د عثماني سلطنت او افغانستان د هغه وخت بادشاه (شاه اشرف) تر منځ کومه جګړه وشوه، امریکا پکې خپل رول لوبولی و، له عثماني سلطنت سره يې د شاه اشرف پر خلاف مرسته کوله، خو د امریکا له مرستې سره سره شاه اشرف د ۱۷۲۶ز کال د نومبر په اتمه پيل شوې جګړې په پايله کې د عثماني ترکيې له پوځونو د حویزې ایالت ونیو.

په ۱۹۶۳ او ۶۴ز کال کې د امریکا د جمهور رئیس (لیندن جانسن) او پخواني شوروي اتحاد په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو د چارواکو (س.ک.لاپن) تورو سونوف دیمتري ګانیف سره اړیکې ډیرې ترخې شوې، په همدې کال په جاکارتا کې د بین المللي کنفرانس په غونده کې، چې د اپریل په لسمه جوړه شوې وه او د افغانستان په نمایندګي پکې عبدالرحمن پژواک ګډون کړی و، د پخواني شوروي اتحاد او امریکا اړیکې نورې هم ترخې شوې.

د روسانو او امریکایانو تر منځ په افغانستان کې د یو بل پر خلاف د سیالیو جګړه د همغو اختلافاتو پایله وه، چې افغانستان د دواړو هيوادونو د سړې او وسله والې جګړې سنګر وګرځيد او تر اوسه لا د دواړو هیوادونو (روسيې او امریکا) تر منځ د سیالیو جګړه د افغانانو په وینو روانه ده .

امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اتومي تړون څخه له انکار وروسته له روسیې سره هم د راکټوونو د کنترول له پیمانه د وتلو اعلان وکړ، چې د پخواني شوروي اتحاد جمهور رئیس ګورباچوف يې پر خلاف سخت غبرګون وښود، نوموړي ویلي و چې امریکا دې له دې تړونه ووځې، خو د ټولو بدو عواقبو د پیښیدو ذمه وار به ټرمپ وي.

د امریکا او پخواني شوري اتحاد تر منځ دیرش کاله مخکې د بالستیک توغوندیو، چې د اتومي سرګلولې هدف ته د رسیدو توان هم لري، تړن لاسلیک شوی دی، خو ټرمپ اعلان کړه چې روسیې سره په شوې تړون باور نه لري، له ایران، سوريې او هند سره په مرستو له تړونه سرغړونه کوي او امریکا له دې تړونه ووځي.

د منځنۍ او نږدې فاصلې ويشتونکو میزایلو د کنترول تړون په ۱۹۸۷ز کال د دسمبر په ۸مه په واشنګټن کې د رونالد ریګن او مخایل ګورباچوف تر منځ لاسلیک شوی دی، خو ټرمپ ترې اوس انکار کړی.

روسيې څه موده وړاندې د (نسل نو)  نوې لویه سمندري کښتۍ جوړه کړه، چې د کښتیو د شرکت د رئیس الکسي رحمانوف په وینا د پخوانۍ کوزنتوف له کښتۍ څو چنده جنګي تیارو د انتقال او میزایلو د ويشتلو توان لري.

ټرمپ له ایران وروسته له روسيې سره له تړونه مخ واړا وه، له نورو هيوادونو به هم له تړونونو مخ واړوي، چې ډير امکان لري، دغه ښکروره پالیسي به يې امریکا بې ښکرو کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close