د ټولنیز امنیت سازمان: په افغانستان کې د امریکا اوږدمهالی حضور د اندیښنې وړ دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۷)

د ټولنیز امنیت سازمان چې د منځنۍ اسیا یو شمیر هیوادونه یې ګډونوال دي، په یوه اعلامیه کې یې په افغانستان کې د امریکا له حضور څخه اندیښنه ښوودلې او ویلي یې دي چې ،نور په افغان خاوره کې د امریکایي ځواکونو اډې د سیمې هیوادونو ته ستر خطر پیښولی شي.

د دغه سازمان مشر آناتولی سیدوروف وایي ،په سیمه کې د وضعیت پیچلتیا امریکا او ناټو له سختو ننګونو سره مخ کړي او له ۱۷ کلنې جګړې وروسته لاهم یوې مخ پر ځوړ روان دي.

نوموړی وایي، امریکا د افغان سولې لپاره هیڅ کومه روښانه تګلاره نه لري، افغانستان لا هم د نړۍ په کچه تر ټولو نا امنه هیواد دی او امریکا او متحدین یې په هره برخه کې مطلق ناکام دي.

سیدرؤف زیاتوي، امریکا د دې پر ځای چې د افغانستان پر امنیتي وضعیت تمرکز وکړي، د سیمې پر هیوادونو یې فشارونه زیات کړي او له همدې ځایه له روسیې، ایران او چین سره خپل رقابتونه پالي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close