د ټولو افغانانو کابل اوس د زورواکو کابل دى

خاموش

په افغانستان کې د هر ليکوال، قاضي، ښوونکي، انجينير او عامو افغانانو دا اصطلاح ده چې افغانستان د ټولو افغانانو شريک کور دی. پخوا به چې چا په مرکز کابل کې کور درلود، هغه به کابلى ميشت يا کابل بچه يادېده. خو اوس هغه هرڅه بدل دي.

 هغه مهال به په کابل کې شتمن او غريب دواړه اوسېدل. د شتمنو او غريبو دواړو زامنو ته به کابل پچه ويل کېدل، خو اوس کابل يوازې د زورواکو کابل دی – د هغه چا کابل دی چې په لاس کې یې ټوپک وي او تر شا یې يوه ډلګۍ لنډه غر وسله وال روان وي.

تېره ورځ چې د کابل په شهرنو سيمه کې د پخواني دفاع وزير، عبدالرحيم وردګ، د زوی د وسله والو او پوليسو تر منځ د يوه کور پر سر تر ساعتونو پورې جګړې دوام وکړ، يو پوليس افسر پکې مړ او شپږ نور پکې ژوبل شول. له دې دا څرګنده شوه چې په کابل کې پر زورواکو وسله والو لنډغرو د کورنيو چارو د وزارت او محکمې زور هم نه رسيږي.

له حکومتي پوليسو سره چې د زورواکو زامن او لنډغر یې په ساعتونو جګړه کوي، نو د يوه غريب او بې وسه خو ورسره هيڅ ډول زور برابر نه وي. بې وسه او بې وزلي اړ دي چې خپل کورونه زورواکو ته پرېږدي.. او کابل بيا د ټولو افغانانو کابل نه، يوازې د زورواکو کابل شو.

کابل اوس هغه کابل نه دی چې له ولاياتو او نورو هېوادونو به ورته خلک د سیل او تفريح لپاره ورتلل. اوس د وينو بهولو، جنګونو، ډزو او زورواکو کابل دی.

 دمخه به په کابل پوهنتون کې د علم او پوهې تر څنګ د اخلاقو درس هم ورکول کېده. اوس د همغه پوهتون د محصلينو تر منځ شخړې روانې وي، چې آن خبره تر ډزو او مرګ ژوبلې رسيږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close