د پارلمان د کانديدانو له نوملړه پنځويشت نوماندان ايستل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۳)

د افغانستان د ټاکنو شکايتونو څېړلو کمېسيون د پارلمان د کانديدانو له نوملړه پنځويشت نوماندان لرې کړي دي.

دغه کمېسيون ته نږدې سرچينو ويلي، د احتمالي نوماندانو له نوملړه ځکه د پنځويشت کسانو نومونه ايستل شوي چې ياد کمېسيون ته له دوی څخه د ځمکې د غصب، وژنې، انسان تښتونې او نا مسووله وسله والو لرلو اړوند شکايتونه شوي دي.

له نوملړه د ايستل شويو کسانو نومونه په لاندې ډول ښودل شوي دي: د بدخشان اوسنۍ استازې فوزیه کوفي، له ننګرهاره ګل مراد، ‌له کابله د ملا تره خیل ورور شاه وزیر تره خېل، له بغلانه سید جعفر نادري، شیر ولي احمدزی، علی ګل مجاهد، ښایسته خان هادي، مجیب الرحمن څمکنی، بشیر قانع، سید ظاهر مسعود، نور احمد سکندر، احسان الله هاتف، باز محمد الماس، حیات الله وفا، فیض محمد بیک، عبدالرحمن شیداني، ګل عرب او محمد اصف مشهور په سناتور.

دغه کسانو تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي خو یوشمير عدلي او قضايي بنسټونو پر دوی لګول شوي تورونه تاييد کړي دي.

د افغانستان پارلمان لپاره ۲۷۰۰ کسانو ځانونه کانديد کړي او ټاکل شوې چې پارلماني او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د تلې مياشتې په اته ويشتمه نېټه ترسره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close