د پاچا خان پر پوهنتون برید، پاکستان افغان شارزدافیر احضار کړ

کابل ټکی کام ۰۶سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د پاکستان هېواد چارسدې ښار پر پاچا خان پوهنتون باندې د نامالومو وسلوالو له لورې برید ترسره شو چې په پایله کې یې ۲۰تنه ووژل شول، او په لسګونه تنه ټپيان شول.
د برید څخه وروسته د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه رسنیو ته وویل، د برید په اړه داسې شواهد لري چې ګواکي دا برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی وي.
افغان حکومت د عاصم باجوه یادې څرګندونې بې بنسټه وبللې.
که څه هم د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وویل، باوري دی چې یاد برید د افغانستان له لورې شوی دی خو افغان حکومت نه تورنوي، خو بیا هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن (دوشنبه) په اسلام اباد کې افغان شارز دافیر سید عبدالنصیر یوسفي احضار کړ، او خپلې اندېښنې یې ورته بیان کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره له افغان حکومت غوښتي چې پر یاد پوهنتون د برید تنظیموونکي دې عدالت ته راکش کړي.
پاکستاني چارواکو اندېښنه ښوولې چې بېلا بېلې «ترهګرې» ډلې د افغانستان خاوره د دوی خلاف کاروي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close