د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته لغوه شوه

د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د سوشما سوراج لیدنه لغوه شوې ده. د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیره نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره احتمالي خبرې نه کوي. د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نیویارک دغه احتمالي لیدنه لغو شوې ده. سرچینه زیاتوي، د لیدنې له اعلان وروسته یو شمېر پېښې وشوې، چې د عمران خان اصلي څېره یې څرګنده کړه نو له همدې امله نیویارک کې لیدنه نه کېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، که هند غواړي کولی شي له پاکستان سره پر ترهګرۍ خبرې وکړي. دده په وینا اسلام اباد هم سندونه لري، چې یو شمېر عناصر په بلوچستان کې نا امنیو ته لمن وهي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close