د پاکستان جمعیت علماء اسلام مشر “مولنا سمیع الحق“ ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۱)

د پاکستان د تر ټولو سترې مدرسې مشر او د جمعیت علماء اسلام (س) ډلې رهبر مولنا سمیع الحق په راولپینډۍ ښار کې ترور شو.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ، سمیع الحق د نامعلومو موټر سیکل سپرو کسانو له خوا په چړو وهل شوی او روغتون ته تر رسیدو وروسته یې ساه ورکړې.

خو د مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق وايي چې پلار یې ناپېژاندو کسانو په راولپینډۍ ښار کې په خپل کور کې په چاقوګانو وهلی او وژلی دی.

د نوموړي په خبره، د مولانا سمیع الحق موټر چلوونکی او بل خادم له کوره وتلي وو چې دا پېښه رامنځته شوه.
.
مولنا سمیع الحق د زرګونه کسانو د حدیثو استاد پاتې شوی او د پاکستان د لوی سیاسي ګوند مشر وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close