د پاکستان د ملي امنيت سلاکار استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۶) د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس، د دغه هېواد د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه استعفا ورکړې ده.

د پاکستان ورځپاڼې ليکلي، چې د ملي امنیت د سلاکار استعفا د لنډ مهالي لومړي وزير ناصرالملک له خوا منل شوې ده.

ناصر جنجوعه په ۲۰۱۵م کال کې د مسلم لیګ نون په حکومت کې په ياده دنده ټاکل شوی و.

سرچينې زياته کړې، چې ناصر جنجوعه د خپلې استعفا لامل شخصي ستونزې بللي دي.

خو له بله پلوه د پاکستان د سما تلويزيون وايي، چې سياسي اختلافات د ناصر جنجوعه د استعفا لامل ګرځېدلي دي.

په داسې حال کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار استعفا ورکوي چې ټاکل شوې وه نوموړی نن د يوه پاکستاني هيات په مشرۍ د افغان حکومت له استازو سره د دواړو هېوادونو په اړيکو خبرې وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close