د پاکستان د پارلمان نويو غړیو لوړه وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۲)

د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادق د دغه هېواد د پارلمان له نويو غړيو سوګند واخيست او ټاکل شوې چې راتلونکې چهارشنبه د پارلمان د مشر او مرستيال لپاره ټاکنې وشي.

د لوړې په دغه مراسمو کې د تحريک انصاف ګوندمشر عمران خان، د مسلم لیګ ن مشر شهباز شريف او د پيپلز ګوند مشران اصف علي زرداري او بلاول بهټو هم شامل و.

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له خې، په نويو ټاکنو کې د پارلمان تر ټولو زياتې ۱۵۸ څوکۍ تحریک انصاف ګوند وړي، په دوهم نمبر کې مسلم لیګ (ن) ۸۲ څوکۍ ګټلي او د پيپلز ګوند په ۵۳ څوکيو سره درېيم مقام خپل کړی دی.

 د تحریک انصاف ګوند ویلي، دوی د پارلمان له ۳۴۲ نویو غړيو څخه تر اوسه د ۱۸۰ تنو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د اګست اتلسمه د پاکستان د پارلمان د نوي لومړي وزير د ټاکلو نيټه ټاکل شوې چې د تحريک انصاف ګوند ورته عمران خان او مخالفو سياسي ګوندونو ورته په ګډه سره د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف ودرولی دی.

د اسوشيټيډپريس خبري اژانس په اسلام اباد کې د چارواکو له قوله ويلي، ښايي ولسمشر ممنون حسين د اګست په اتلسمه نيټه د شنبې په ورځ د یولړ مراسمو په ترڅ کې عمران خان ته د لومړي وزير په توګه سوګند ورکړي.

د پارلمان د غړو سربيره نن په خيبرپښتونخوا کې د صوبايي اسمبلۍ غړو هم سوګند پورته کړ چې تر ټولو زياتې څوکۍ پکې د تحريک انصاف ګوند ګټلي او د حکومت جوړولو اعلان يې کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close