د پاکستان د پارلمان یو غړی وژل شوی

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستان د پارلمان غړی او د سیاسي چارو مشاور د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې تر هدف لاندې راغلی، او وژل شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د سک اسمبلۍ ایالتي غړی سردان سورن سینګ چې د سیمې د وزیر اعلی مشارو هم وو، پرون په بونېر سیمه کې وژل شوی دی.
د سیمه ییزو پولیسو مشر خالد همداني وایي، دوه کسان چې پر موټرسایکل سپاره وو، د سینګ پر موټر یې ډزې وکړې، او هغه یې وواژه.
د دغې پېښې مسئولیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.
د یادولو ده، چې سینګ په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کې غړیتوب وموندو، او په دغه تحریک کې یې د خیبر پښتونخوا ایالت د مذهبي لږکیو څوکۍ درلوده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close