د پاکستان هوايي ځواک یوه ښځينه جنګي پيلوټه ووژل شوه او مرستیال يي ټپي شو

کابل ټکی کام (چهار شنبه، لېندۍ۴مه، ۱۳۹۴ ل)

د پاکستان هوايي ځواکFT7   الوتکه تېره ورځ د تمرين په مهال ولوېده او مريم مختار ښځينه پيلوټه په کې ووژل شوه .

دغه پېښه تېره ورځ د پاکستان پنجاب ایالت میانوالې کې رامنځ ته شوه .

د پاکستان د هوايي قواو ویاند له قوله دغه الوتکه ميانوالې سره نزدې کندیان سيمه کې په روزنه بوخت وه چې ټکر شوه مریم مختار او مرستیال يي له الوتکې څخه ځانونه غورځولي وه خو نومړې په روغتون کې د ژورو ټپونو لامله ژوند له لاسه ورکړ او مرستیال يي له درملنې لاندې دی .

د پېښې ځای ته سمدستي امنیتي ځواکونه ورغلي او د الوتکې ټوټې يي د پېښې معلومولو لپاره وړي دي .

مریم مختار د پاکستان په هوايي ځواک کې لومړنۍ پيلوټه ده چې د جنګي پيلوټې رتبې ته رسيږي .

بدرالدین ځواک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close