د پاکستان ټولټاکنې: ”د خان د نوي پاکستان خوب رښتیا کېدو ته نږدې دی“

پاکستانۍ رسنیو د پرونیو ټولټاکنو د غیررسمي پایلو له مخې ویلي چې پخوانی کرکټر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خپلو رقیبانو په پرتله د زیاتو څوکیو په ګټلو بریالی شوی دی.

د پاکستان جیو نیوز ټلوېزون نن په یوه خبر کې ویلي، غیررسمي شمېري ښيي چې د عمران خان ګوند د ولسي جرګې د ۲۷۲ څوکیو له ډلې د ۱۱۷ څوکیو په ګټلو بریالی شوی دی.

د پاکستان ولسي جرګه ۲۷۲ څوکۍ لري او کوم ګوند چې د ۱۳۷ څوکیو په ګټلو بریالی شي، هغه به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په پاکستان کې حکومت جوړوي.

Image result for pakistan election

د پاکستاني کارپوهانو په خبره، په ټولټاکنو کې که کوم مخکښ ګوند د ساده اکثریت په ترلاسه کولو بریالی نه شو، نو یوازې حکومت نه شي جوړولای او د حکومت جوړولو لپاره به له بېلابېلو خپلواکو نوماندانو او سیاسي ګوندونو سره اتحاد کوي.

که څه هم د عمران خان ګوند ګټونکی ښکاري، خو غیررسمي شمېرو ته په کتو ویل کېږي چې له نورو ډلو سره به ګډ حکومت جوړولو ته اړ وي.

د پاکستان ټولټاکنې تېره ورځ (۳ اسد / ۲۵ جولای) ترسره شوې، خو د پایلو رسمي اعلان یې تر دې دمه نه دی شوی. د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي چې د پایلو د اعلان د ځنډ لامل، د کمېسیون په سیسټم کې د تخنیکي ستونزو منځته راتلل دي او نن به رسمي پایلې اعلان شي.

بل خوا، د عمران خان ستر رقیب، شهباز شریف، چې د پاکستان د مسلم لېګ ن ګوند مشري کوي، په ټاکنو کې د درغلي په تور لګولو سره پایلې له یوې مخې رد کړې دي.

د دې ترڅنګ، د تحریک انصاف ګوند پلویانو د نارسمي پایلو په څرګندېدو سره د خپل هېواد په بېلابېلو ښارونو کې جشنونه پیل کړي دي.

AFP
AFP

دا د پاکستان په ۷۱ کلن تاریخ کې دویم ځل دی چې یو حکومت له بل حکومته په سوله ییزه توګه واک ترلاسه کوي. خو بیا هم، د پاکستان پوځ، چې پر پاکستان یې مستقیم او غیرمستقیم واک چلولی، تورن دی چې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي.

د پاکستاني پوځ ویاند، جنرال آصف غفور، په ټاکنو کې د پوځ د مداخلې تورونه رد کړي او دا یې ”پروپاګند“ بللی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close