د پدرام ډلې د کابل چوپتیا ماته او امنیتي ځواکونه یې وننګول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۹)

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازي عبداللطیف پدرام نن په کابل کې د خپلو وسلوالو سره یوځای د ملي شورا تر انګړه وسلوال لاریون وکړ.
لاریون والو چې له ځان سره د جمعیت ډلې بیرغ لیږداوو، ځای پرځای یې  هوایي ډزې کولې او په غزني کې یې د ټاکنو د حوزوي کیدو او له پدرام سره د وکیلانو د تیرې ورځې د چلند پرضد یې شعارونه ورکول.
دوی همداراز د مرګ پر افغان او پښتون نارې وهلې او ځانونه یې د باستان خراسان مدعیان بلل.

د پدرام وسلوالو له حکومت وغوښتل چې هغه وکیلان مجازات کړي، چاچې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې په عمومی غونډه کې د پدرام د وینا مخه ونیوله.
دوی ګواښ وکړ چې که حکومت یې غوښتنې ونه مني دوی به په خپله لاس په کار شي او بیا به د هیڅ قدرت امر ته سرټیټ نه کړي.
څو ورځې وړاندې لطیف پدرام په ولسي جرګه کې وویل چې په غزني کې د ټاکنو لپاره د دریو حوزو شتون د زغملو نه دی او په خبره یې چې دا کار د یوه قوم (پښتون) په ګټه دی.
وکیلانو نوموړی قومي تربګنۍ ته په لمن وهلو تورن کړ او په فزیکي چلند سره یې وینا ته پرې نه ښود.
د پدرام ډلې همداراز د محقق د تیرې ورځې څرګندونې هم د استدلال په توګه یادولې، او ویل یې؛ حکومت د هزارګانو پرضد توطیې جوړوي او که دې لړۍ ته دپای ټکی کې نږدي دوی به هم د قومي تربګنۍ په اساس وسلوال پاڅون وکړي.

محقق تیره ورځ ویلي و، چې د افغانستان د ۷۰ سلنه اراضي د طالبانو تر کنترول لاندې ده او حکومت او طالبان په ګډه د جاغوري ولسوالۍ د نامنه کولو او هزارګانو د منزوي کولو هڅه کوي.
ارګ د پدرام د ډلې د نن ورځې پر حرکاتو خپله چوپتیا نه ده ماته کړې، خو د محقق څرګندونې یې غندلې او ترې غوښتي یې دي چې په دې هکله باید خپل اسناد اوشواهد وړاندې کړي.
د پدرام ډله او په ولسي جرګه کې د غزني استازي له دې کبله په غوسه دي چې دا ځل به د جرګې تالار ته زیات پښتانه وکیلان هم لار پیدا کړي، ځکه په تیر پارلمان کې د دې ولایت ټولو هزاره وګړي پارلمان ته بریالي شوي و

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close