د پرتګال پخوانی لومړی وزير د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي وټاکل شو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) الماس خدرخیل
د ملګرو ملتونو د امنیت شوار پنځلسو غړیو هیوادونو د رایو په اکثریت د اوه شپیته کلن انتوني ګوټیرس ټاکل کیدل منظور کړل او نوموړی يې د ملګرو ملتونو د نوي عمومي منشي په توګه وټاکل شو.
تېره ورځ ګوتريس د ملګرو ملتونو د نوي عمومي منشي په توګه لوړه وکړه، تر دې وړاندې نوموړی د م م د عالي کميشنرۍ يا UNHCR مشر و.
ګوټیرز د پرتګال پخوانی صدراعظم او همدارنګه د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر هم و.
د ملګرو ملتونو د امنیت شوارد پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې انتوني ګوتريس به د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي وي.
ښاغلی انټونیوګوتریس به د ۲۰۱۷ میلادي کال په پیل کې د بان کي مون پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه کار پیل کړي.