د پرمختګ راز تعلیم دی او که د غرب فرهنګ خپلول؟!

لیکوال: عبد الله احمدي

(د ننګرهار پوهنتون د ادارې پرېکړه د افغان مسلمان ملت له فرهنګ سره نه بخښونکی جرم دی چې باید یاده اداره خپله نا مناسبه پریکړه لغوه کړي.)

د ترقۍ،  پرمختګ او ښه ژوند راز په زده کړه، کار او زیار کې دی ، د غرب په فرهنګ، اخلاقو، ادبیاتو او رسم رواج خپلولو کې نه دی.

که څوک واقعا غواړي چې افغانان په ځان بسیا کړي او د سیالانو سره یې برابر کړي د تعلیم او زده کړو د معیاري کولو او ښه کولو هڅه دې وکړي.

د داسي تعلیم زمینه دې ورته برابره کړي چې د افغانانو له عقایدو، کلتور، فرهنګ او اخلاقو څخه نماینده ګي وکړي.

پرمختګ د غرب په پتلون، نیکټایي، لوڅ سر ګرځېدل، اخلاقو او مذهب کې نشته بلکې دا شیان مو دوه پیړۍ نور هم د غربیانو غلامان او له نړۍ څخه شاته کوي.

د ننګرهار پوهنتون اداره دې د پتلون د جبري کولو پر ځای د محصلینو په فکري، عقیدوي، علمي او سیانسي ارتقاء کار وکړي.

چې دا مریضه ټولنه د روغتیا او سمون په خوا روانه کړي.

زموږ د څلوېښت کلن بحران له اساسي لاملونو څخه یو هم د پردیو فرهنګ او اخلاق راوارېدېدل وو چې زموږ په مسلمانه ټولنه کې یې درزونه جوړ کړل او تر ننه ور سره لاس او ګریوان یو.

افسوس په هغه چا، څوک چې د پرمختګ او له سیالانو سره د سیالۍ راز د هغوی رنګ او بڼه خپلولو کې بولي په داسې حال کې چې دا کار عینا د مقابل جانب یو فکري بری  او فتحه ده چې خپل سیال او دښمن یې په خپل رنګ او شکل جوړ کړ خو هغه خبر هم نه وي او دا وړ کار د ترقۍ راز بولي.

نن ورځ زموږ د حاکمې طبقې او اکثره لوستو ځوانانو زهن داسې جوړ شوی دی چې د غربیانو د پرمختګ نقطه د هغوی په لباس، مذهب او بد اخلاقي کې دی په داسې حال کې داسې هرګز نه ده بلکې د غربیانو د ترقۍ او بهبود راز د هغوی په کار، زحمت او ستړیاوو کې دی.

موږ باید له دښمن څخه ګیله ونه کړو ځکه چې د دښمن کار دادی چې خپل جانب او خصم ته به تاوان او زیان رسوي چې له هرې لارې وي.

غرب له تېرې یوې پېړۍ راهیسې په دې هڅه کې دی چې څنګه وکولی شي مسلمانان د ځان تابع، مغلوب، محکوم او غلامان کړي؟.

نو د دې لپاره یې مختلفې حربې په کار واچولې او لا هم لګیا دی چې یوه یې زه د نمونې په توګه یادوم چې تر ټولو حربو یې خطر زیات، پټه او د مقابل په له منځه وړلو کې زياته مؤثره ده چې عبارت له فکري او زهني جنګ څخه دی او د دې جنګ د مؤثریت راز په تعلیمي سکتور کې دی.

غربیان هڅه کوي چې مسلمانان  دې په خپل دین، عقیده، اخلاقو، فرهنګ، فکري ارزښتونو، ټولنیزو عادتونو او رواجونو کې د دوی په څېر وي او په هر څه کې د غربیانو تقلید او پیروي وکړي چې له دې کار څخه د دوی دوه ستر هدفونه دي:

لومړی د غربیانو په خلاف د مسلمانانو په زړونو کې نفرت، کینه او کرکه ورکه شي، د غربیانو او مسلمانانو تر منځ شته عقیدوي واټنونه ختم شي چې د دې په ختمېدلو سره به مسلمانان د هغوی د استعماري پلانونو مخالفت نه کوي او که فرضا بیا هم یو څوک راپاڅیږي د غربیانو په مقابل کې د اسلام د اساساتو په رڼا کې دریځ نیسي هغوی ته دښمن په نظر وګوري او په وړاندې یې د مخالفت او مبارزې لار ونیسي، نو لومړی به د خپلو هېوادوالو او دیني وروڼو لخوا ټکول کیږي، خنډونه ورته ایجادیږي او په ناوړه نومونو متهم کیږي.

دویم اسلامي نړۍ د غربي مصنوعاتو په ستر استهلاکي او مصرفي مارکیټ بدله شي.ځکه چې د مسلمانانو د ژوند اړتیاوې به هم په هغه صورت کې د دوی دضرورتونو په څېر وي دا چې مسلمانان یې یا جوړولی نشي او یا یې هم په ښه کیفیت او ازرانه توګه بازار ته نشي وړاندې کولی، نو ټول مارکیټ به د غرب د صنعت پر مخ خلاص شي.

د پورتینو اهدافو د تحقق په مخکې په اسلامي دنیا او مسلمان امت کې اسلامي شریعت، اسلامي عقیده او اسلامي تمدن لوی خنډونه او مخه نیوونکي دي، ځکه همدې شیانو مسلمانانو څخه یو جلا او بېل امت او ملت جوړ کړی دی او د خپل ژوند په هر عرصه کې له دغو څخه احکامات اخلي.

نو غرب د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ډېره  مؤثره لار انتخاب کړه چې هغه  د اسلامي نړۍ د معلم،  متعلم، د تعلیم طریقه، نصاب او تعلیمي ماحول  بدلول وو.

که چېري دغه پنځه څیزونه په سهي ډول د خپل دین، عقيدې، اخلاقو او فرهنګ څخه باخبره او ورباندې سمبال وي هرګز غرب خپلو موخو ته نشي رسېدلی خو که چېري همدا پنځه واړه غربیانو په خپل لاسونو کې واخستل نو بیا به هیڅکله هغه امت او ملت په خپلو پښو و نه دریږي او همېشه به د بل په اوږو سپاره او د هغوی د اهدافو پلي کوونکي فکري او زهني غلامان وي.

خپل ښه،او مهذب فرهنګ به ورته ناخوښ، وروسته پاته، زوړ او بېکاره ښکاري او د غرب بې حیاء، لغړ او له اخلاقو خالي فرهنګ به ورته ښه، پرمختللی، نوی  او  مؤثر ښکاري او په تمامه مانا به یې د خپلولو هڅه کوي او هم به یې په نه منونکو مني او تحمیلوي.

نن ورځ هم چې کله غربیان یو ځای ته د نیولو او مستعمره کولو اراده وکړي مخکې له مخکې څخه د هغې سیمي او علاقې لپاره د تعلیم په عملیه کار کوي څو په راتلونکې کې همدا تعلیم وکولی شي د یرغلګرو او د هغوی د اهدافو د تحفظ او تحقق لپاره کسان وروزي، حساسیتونه ورک کړي، د مقابلې حس او مخالفت دریځ خاموش کړي یرغلګر خپل خلک او ځواکونه، سوله ساتي، معماران او جوړونکي او په ټوله کې د مستعمره علاقې لپاره خیر غوښتونکي معرفي کړي. چې دې کار یې مثبته نتیجه ورکړې ده.

نن ورځ چې په تعلیمي ادارو کې د غربي ډوله لباس خبره جبري ګرځول کیږي،  محصل او شاګرد یې په اغوستلو مکلف ګرځول کیږي عینا پورتنۍ خبره ده چې د افغانانو په زړونو کې د غربیانو په وړاندې حسادت، کرکه او کینه له منځه یوسي او د هغوی شتون او راتګ دلته د یو اهم ضرورت په نوم توجیه کړي نه د تیري، هجوم او تجاوز په نومونو باندې.

او ډېر نا اشنا دلائل یې ورته پیدا کړي دي!

محصل او غیر محصل تر منځ فرق، محصل ور باندې مهذب او برجسته ښکاري، د ښه او پرمختللي تعلیم غوښتنه او داسې نور ماشومانه، خندوونکي او تېر ایستونکي دلائل دي.

په داسې حال کې چې په غرب کې متعلم او غیر، متعلم حکومتي او غیر حکومتي عام او خاص ټول هغه یو ډول لباس کاروي کوم چې د دوی فرهنګ او رسم رواج دی.

نه داچې په پلان ډول جامه کې د پرمختګ راز دی او پلانکۍ جامه کې د رکود.

جامه په هر حال کې یوازې جامه ده خو مهمه او ضروري داده چې د هغه ټولنې له رسم و رواج، عادات او فرهنګ څخه نماینده ګي وکړي او تمثیل یې وکړي.

نه داچې عقیدتا او فکرا ځان مسلمان ابن مسلمان معرفي کوي خو ظاهرا بیا له غربي او ملحد سره هیڅ ډول ته توپیر موجود نه وي.

یقینا د ملتونو او ولسونو د بهبود او ترقۍ سر او راز په زده کړه او تعلیم کې نغښتی دی.

څه ډول تعلیم؟  هغه تعلیم یو ملت د بریا تر پوړونو رسولی شي چې د دغه ملت له عقایدو، اخلاقو، فرهنګ، نظریاتو او کردار سره همغږي ولري.

موږ نن ورځ ګورو چې د افغانستان تعلیمي اماکن زښته ډېر باسواد او علمي کدرونه ټولنې ته وړاندې کوي خو په عملي ډګر، د دښمنانو د چلنجونو او فرېبونو په وړاندې، د شته او مواجهو ستونزو ته د نه رسیدګۍ له امله، د دوست او دښمن نه پېژنذلو له امله هیڅ نه دي شوي.

دا ځکه چې زموږ تعلیم د بل چا په لاس او د بل چا د اهدافو د تر سره کولو په روحیه جوړ شوی دی.

موږ که ضرورت لرو نو هغه د غرب علومو او تخنیک ته دی، نه د غرب فرهنګ، اخلاقو، نظریاتو، دین او د ژوند فلسفې ته.

متأسفانه وینو چې د افغانستان د تعلیم او تربیې او لوړو زده کړو وزارت د غرب د علومو له خپلولو د هغوی د فرهنګ خپلولو ته ډېر لېواله دي او په همدې باندې ډېر زیات مصارف کوي.

زموږ د هیواد لویه برخه ځوانان چې کفري ممالکو ته په تعلیمي بُرسونو کې د زده کړې لپاره ولاړ شي د دې پر ځای چې خپل هېواد او ولس ته علم او تخنیک را نقل کړي دوی د هغو جاهلانه افکار او نظریات، اخلاق او د ژوند تېرولو بڼه را وړي چې بیا ټولنې ته د خدمت پر ځای سر درد جوړ شي.

نتیجه::  د هېوادونو، ملتونو او ولسونو د ارتقاء پرمختګ او بهبود راز په تعلیم، علم او محنت کې دی نه د نورو ملتونو په فرهنګ، اخلاقو، نظریاتو او افکارو خپلولو کې دی، ځکه دا شیان یو مریض ملت نور هم د مرګ او فناء لور ته کش کاږي او له منځه یې وړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close