د پروان بګرام ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۱۴غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له پروان ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ په نصرو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر نظامي قطار چاودنه شوې ده، چې ښايي مرګ ژوبله ولري.
خبرونه وایي، دغه پېښه تېره شپه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي بم له کبله رامنځته شوې ده.
د خبرونو پر اساس، چاودنه داسې مهال رامنځته شوه، چې بهرني ځواکونه پر ګزمه روان وو.
خبر زیاتوي، چاودنه ډېره درنده وه، ښايي بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.
د پروان د پولیسو قومندان مل پاسوال محمد زمان مموزي هم د رسنیو له لارې د پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې معلومه نه ده، څو بهرني سرتیري به مړه یا ټپيان شوي وي، خو د دده له قوله د چاودنې هدف بهرنیان وو.
ښاغلي مموزي وویل، چې بهرنیو ځواکونو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې ده، او خلکو ته اجازه نه ورکوي، نږدې ورشي.
له بلې خوا طالبانو د دغې چاودنې پړه منلې ده، او ویلي یې دي، چې په دغه چاودنه کې ۵ تنه امریکایي عسکر وژل شوي دي.
د یادولو ده، چې وړاندې هم په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې پر بهرنیو ځواکونو ورته چاودنې رامنځته شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close