د پروان سرتېري برید کې دا ۳ بهرني عسکر ووژل شول

د چک جمهوریت پوځ د خپلو هغو ۳ عسکرو په اړه معلومات خپاره کړي چې تېره ورځ (د زمري ۱۴مه / اګست ۵مه) سهار مهال په پروان ولایت کې، د باګرام له اډې تقریبا ۹ کیلومتره لیرې په خلازیو سیمه کې، د یوه سرتېري برید په پایله کې ووژل شول.

د چک پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شوي عسکر ۳۶ کلن مارټین ماسین، ۲۸ کلن کامل بنس، او ۲۵ کلن پېټرېک سټپانک نومېدل.

د چک جمهوریت هغه ۳ عسکر چې د ۱۳۹۷هـ ش د زمري په ۱۴مه (اګست ۵مه، ۲۰۱۸) د پروان د مرکز چاریکارو په خلازیو سیمه کې د طالبانو په یوه سرتېري برید کې ووژل شول / انځور: د چک پوځ
د چک جمهوریت هغه ۳ عسکر چې د ۱۳۹۷هـ ش د زمري په ۱۴مه (اګست ۵مه، ۲۰۱۸) د پروان د مرکز چاریکارو په خلازیو سیمه کې د طالبانو په یوه سرتېري برید کې ووژل شول / انځور: د چک پوځ

د چک پراها رادیو ویلي چې د وژل شویو ۳ عسکرو پاتې شونې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د پوځ په یوه ځانګړې الوتکه کې خپل هېواد ته یووړل شي.

د پراها رادیو د خبر له مخې، د چک جمهوریت د پوځ د مشر مرستیال، یژي بالون، ویلي چې ښايي سرتېري بریدګر کوم شریک او په برید کې مرسته کووونکی درلودلی وي.

د چک پوځ دا په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو تر ټولو ”مرګونی برید“ بللی او وايي چې د برید په اړه تحقیقات روان دي.

د پروان سرتېري برید کې وژل شوي ۳ بهرني عسکر د چک جمهوریت دي

د دې سرتېري برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده. طالبان ادعا کوي چې برید کې د یوه افغان سرتېري په ګډون ۱۵ بهرنیو عسکرو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

بل خوا، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تر برید څو ساعته وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې سرتېري برید کې د یوه امریکايي عسکر په ګډون دوه نور افغان عسکر ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي، دا سرتېری برید د د دوی د ”استشهادي کنډک“ یوه بریدګر ”مولوى ثناءالله خالد د فدایي واسکټ په وسیله، چې خورا قوي چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو،“ په یوه باغچه کې پر راټولو شویو بهرنیو او کورنیو عسکرو ترسره کړ.

د طالبانو په خبره، بهرني عسکر ”داسې مهال د دغه کفر ځپونکي برید ښکار شول چې تېره شپه ۳ بجې نوموړې سیمې ته د چاپې په موخه راغلي وو.“

 اوس مهال په افغانستان کې چک هېواد ۲۳۰ سرتېري د ناټو د ”غوڅ ملاتړ“ ماموریت په چوکاټ کې مېشت دي. تر دې دمه د دې هېواد ۱۳ عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي. په دې وروستیو کې، چک هېواد یو پلان تایید کړ چې له مخې به یې تر ۲۰۲۰ز کال پورې افغانستان ته ۳۹۰ سرتېري راولېږل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close