د پرون زوروره او د نن سوالګره!

ع حبیبي
وختونه له خپل اوښتون سره خلک هم بدلوي او په دې تله کې ستا تول هم وشو.
ستا حکومت کټ مټ لکه زما د سروېښتان. یو وخت و چې زه ځوان وم، عقل مې خام و او فکر به مې کاوه چې که په دنیا کې سړی و، هغه به زه یم او بس. غوښتنه مې دا وه چې زما ویښتان دي تک توروي او زما دخوښې مطابق دي زما د ښکلا چاره ترسره کوي. ویښتان تور ول، ما چې هري خواته اړول دوی به اوښتل او زه یو په ظاهر ښکلی او د خپلو خواهشاتو په اوږو سپور انسان وم.
بیا داسې وخت راغی چې د بدن اندامو و پېژندلم او آن وېښتانو هم، څنګه چې ته ځان بولې هغسي نه یې، نود مخ او لاسونو پوستکې مې ګونځې وکړې، ویښتان مې کمزوري شول او لس شل سپین هم پکې را پیدا شول. زه چې د غرقي ځوانۍ شور او زور راسره و پسې راجګ شوم چې سپین وېښته به مې لیدو هغه به مې ایستو او نوروته به مې تیل ورکول چې ونه تښتي او سپین نشي.
خو څو کاله وروسته خبره نوره هم خرابه شوه، سترګواو زړه مې د ښکلاګانو لټون پرېښود، بدن مې رېږدېده، د سر مخکنۍ خوا مې ټوله وشکېده او په څنډو کې چې کوم وېښتان پاته ول هغه هم سپین شول. اوس نو نه زما پرې وس رسېدو، نه د تیلو او نه د ډاکتر، ځکه یو خونه و چې ویې باسم.
ستا د حکومت هم چې اولي ورځې (ځوانې) وه په ځان نه پوهېدو او د یو مستبد په څېر یې په ټول هیواد توره ورځ جوړه کړې وه، د خلکو غوښې ستا ځناور ډوله مستۍ وخوړې، عزتونه یې ستا د شیطان صفته هوسونو قرباني شول او د دوی مال ستا جهنم ډوله جیب او نس ته ولوېد، ځکه ستا پر اوږه د یو چالاس و او ته یوڅوک وې.‎ تاته یواځې خپل حکومت اسلامې ښکارېدو بل دي نه مانه، ځکه نو چا آن د شکېدو ( له حکومته د لریوالي ) سوچ لا نشوای کولای د سپنېدو (طالب/ مجاهد کېدو) خبره خو له ایمانه او جهانه وتل درته ښکارېدل.
کلونه وروسته دي لکه زما د بدن لږ توان اوبه شو، اولس دي وپېژندلې او له همکارۍ دي وا وښت، همدارنګه طالبان هم راپورته شول. خوتا په لومړي سر کې اولس په بیارغونه او مرستو تېر ایستو او طالبان دي بې محکمې شهیدانول ترڅو د خپل بلپال او شرابي شور ورځې له دوو درې کړې، مګر وروسته خبره نوره هم ورانه شوه هغه په ډالري قباء پوشلې ښاپېرۍ نانزکه وخته، اولس درنه بېل شو او لاریونونه یې را وایستل او طالبان دومره ډېر شول چې اوس ته په دې نه پوهېږې چې کوم یو ووژنم!
اوس زما د نیم سر شکېدو او د پاته ټولو وېښتانو سپینېدو ماته کامل یقین راکړ چې نور له کاره لوېدلی یم، هره وړتیا مې بایللې، ټول فرصتونه مې له لاسه وتلي او اوس مې هغه انسانان هم نشی برداشت کولای او شړي مې چې ما خپل ژوند ددوی د ښېرازۍ لپاره وقف کړی و، ځکه نو په دې نژدې ورځوکې یا مرم یا وژل کېږم.
ته هم باید د اولس له زړه ماتېدو او د مجاهدینو له دومره ډېرېدو زده کړې چې نوروخت ستا آزموینه واخیسته، هغه رسۍ چې تا ورپورې لاسونه ټینګ کړې ول د شکېدو په حال کې ده او ته د عمر په ورستیو ورځو کې یې، نوباید خپل مرګ ومنې او د مابعد الموت لپاره ځان تیار کړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close