د پلچرخي جهنمي زندان د کمونستانو د دور د ناورین په لور

آصف الله آصفی

د پلچرخي زندان چې د کمونستانو د دورې له مهاله په جهنمی زندان مشهور و، یو ځل بیا خپل پخوانی حالت خپل کوي، د کمونستانو د رژیم پر مهال په دغه بدنام زندان کې یواځې هغه کسان تعذیبیدل چې هغوی د اسلام لپاره مبازه کوله، په دغه زندان کې له اسلامپالو نوکونه ویستل کیدل، سترګی ویستل، پښې او لاسونه غوڅول، او بالآخره ژوندی تر خاورو لاندی کیدل، یو عام کار ګرځیدلی و، ویل کیږي چې د هغه مهال د استخباراتی شبکې (خاد) مشر ډاکټر نجیب به هره ورځ بلا ناغه شل کسان ژوندي خښول، ویل کیږي چې درې ورځې په پرلپسې توګه ډاکټر نجیب د ناروغتیا له کبله زندان ته رانغی، نو کله چې  په څلورمه ورځ راغی نو ویې ویل چې نن زما څلورمه ورځ  ده چې څوک مې ژوندی  ندي خښ کړی، نو دا چې هره ورځ شل کسان خښوم دا شل کسان په ۴  ورځو کې ضرب کړی، نو ۸۰ کسان د ژوندی خښولو لپاره راوباسئ، نو همغه و چې نوموړی ته ۸۰ کسان سپارل کیږي او له زندان نه بیرون په پلیګوم کې د بلډوزرو په واسطه ورته کندې ویستل کیږي، بندیان لاس او پښي تړلي په کندو کې ورغورځول کیږي او د بلډوزرو په واسطه د پاسه پرې خاورې اچول کیږي.

دا کوم خیالي خبری او تبلیغات نه دی، د دې ناورینونو ثبوتونه او شواهد اوس هم په پلیګون کې پر دغو پیښو شاهدی وایی، هلته تر اوسه هم د یادو شهیدانو هډوکی په کندو کې پراته دی.

دا چی کمونستانو په ډانګ پییلی توګه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې مبارزه او جګړه کوله نو ځکه یې ټول جنایت د لمر په څیر نړیوالو ته څرګند دی او د تاریخ پاڼې د هغوی پر جنایاتو ډکې دي، خو دا چې غربیان او غرب مشربه حکومت چې کله دکرزی له راتلو نه تر ننه د یادو شهیدانو پر هیواد یو ځل بیا حاکم شوی نو په ډیره پټه او حکیمانه توګه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې خپله کرکجنه مبارزه او جګړه پر مخ بیایی څو ځانونه وساتي او خپل دښمن له مینځه یوسی، مونږ وینو چې په تدریجی توګه کرار کرار خپل مظالم پر مسلمانانو ورزیاتوي، ډیری دیني عالمان یې نیولي او د پلچرخي زندان یې پري ډک کړی، تر اوسه یې ډیر په ښه حالت کې  ساتل د دې لپاره  چې د مسلمانانو په سترګو کې خاورې واچوي، خو دوخت په تیریدو سره پر یادو مظلومو زندانیانو د مظالمو او تشدد لړئ ورځ تر بلې زیاتیږي.

ټولو په بار بار ولیدل چې اسلامپالو بندیانو د مظالمانو د سختیدا پر وړاندې څو څو ځله پاڅون وکړ، خو په اغه او دغه بهانو مانو یې بیرته پاڅون چُف کړای شو، آخر هم خبره دې ته ورسیده چې بندیانو خپلې خولې په سیمانو وګڼدلې، او آن له  خوراک او څښاک نه یې  اعتصابونه وکړل، خو هیچا ورباند رحم ځکه ونکړ، چې په حاکمه طبقه کې پر اسلام او مسلمان زړه سوځوونکی  اشخاص وجود نلري، ټول حاشیې ته ویستل شوي، دی، واک اصلا د غربي بادارانو امریکایانو، صلیبیانو او یهودانو په لاس کې دی، او په  دوهم قدم کی واک د هغو افغانانو په لاس کې دی چی د غربیانو په هیوادونو له څو لسیزو راهیسي ساتل شوي او ټریننګ شوی و، چې ټول هغه کارونه کوي چې امریکایانو ورته ښودلی او یا ورته قومانده کوي.

په دې وروستیو کې خبره  تر  دې رسیدلې چې د زندانیانو له جملې نه برجسته دیني عالمان له زندانه  ویستل شوي چې برخلیک یې معلوم ندی، خو چارواکي  ادعا کوي چې هغوی یې د باګرام صلیبي زندان ته انتقال کړی دی.

د دې په غبرګون کې زندانیانو یو ځل  په  سختو تظاهراتو او پاڅونونو لاس پورې  کړی، چې خبرې له کنټرول نه وتو په  حال کې ده خو په افغانستان کې دولتي  او غیر دولتي غلامو رسنیو ته تر اوسه د دې اجازه نشته چې د  دې ستر ناورین په  اړه راپورونه او خبرونه خپاره کړي، د تظاهراتو د سختیدا په تعقیب دغه زندان ته تازه دمی کوماندو ځواکونه رسیدلی دی او شپه او  ورځ پر زندانیانو ډزې روانې دي، زندانیانو د فیسبوک او واټ ساپ له لارې افغانانو ته پیغامونه استولي دی چې دولت ورسره د کمونستانو د رژیم د مهال پر څیر د ظلم تازه څپه پیل کړې ده، او هیله  یې کړې ده چې پیغامونه یې شیر کړي څو ټول افغانان او نړیوال له دغه ناورینه زر  ترزره خبر شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close