د پلچرخي زندانیانو په دویمه ورځ هم د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) زرغون خوږیاڼی

له تیرې ورځې راهیسې په کابل کې د پلچرخي محبس زندانیانو د خوراک نه کولو په اعتصاب لاس پورې کړی دی او خپلې خولې یې د سیمانو اوتارونو پواسطه ګنډلې دي.

په زندان کې د اووم بلاک په سلګونو بندیانو د خپلو هغو نماینده ګانو د راخوشې کولو غوښتنه کوي، چې د زندانیانو لپاره یې د هغوی حق غوښتلو چې د ملي امنیت لخوا نامعلوم لوري ته وړل شوي دي.

یاد زندایانو ویلي، چې د پلچرخی د اووم نمبر بلاک قومندان «عارف» او عسکر یې ورسره غیر انساني سلوک کوي، خپل حق سره سمه ورته حواله شوی ډوډۍ نه ورکوي، غیر قانوني شکنجې ورکوي او همدارنګه لمر ته د وتلو لپاره ورته دروازه نه خلاصول کیږي.

عتصاب کوونکو زندانیانو په وینا، دوی د پلچرخي زندان له چارواکو سره اړیکه ونیوله او له یاد قومندانه یې ورته شکایت وکړ،چې هغوی ورڅخه د مسئلې د حل لپاره د اووم بلاک نمائنده ګان وغوښتل.

زندانیان وايي، چې کله موږ د اووم بلاک له زندانیانو خپل نمائنده ګان ور وپيژندل، نو د ملي امنیت له لوري چې مخکې له مخکې راغوښتل شوي وو، نامعلوم ځای ته ولیږدول شول چې تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.

زندانیانو ویلي، تر څو چې د بندیانو نمائنده ګان نه وي راخوشې شوي او له بندیانو سره غیر قانوني سلوک خاتمه نه وي موندلي، تر مرګه پورې به خپل ته دوام ورکړي.

په کابل کې د پلچرخي زندان بندیان تر ډیره شکنجه او زورل کیږي او د قانونو له مخې ورته ورکړل شوي حقوق یې د چارواکوو لخوا په قصدي توګه تلف کیږي.

د لیندۍ په ۸مه نیټه هم د پلچرخي زندان ۱۴۰۰ بندیانو د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی و،  اعتصاب کوونکو ویل، چې په زندان کې په سلګونو هغه بندیان لا هم بې سرنوشته بندیان دي چې د بند قانوني موده یې پوره شوې ده او له ډېر وخت راهيسې په بند کې ساتل کیږې، دوی دا هم ويلي وو، چې د ژمي په رارسیدلو سره دوی هیڅ ډول د تودوخې وسایل په واک کې نه لري،((بنديانو ته هغه کمپلې او توسان اوس نه ورپرېښودل کیږي کوم چې ورته  خپل پايوازان د ملاقات پرمهال راوړي)).

همدارنګه یوه میاشت وړاندې د سنا مجلس د شکایاتو د اوریدو کمیسیون د کابل د پلچرخي زندان نه لیدنه کړې وه او دغلته یې د بندیانو د بد وضعیت په اړه یې نیوکې کړې وې.

د سنا مجلس غړیو ویلي وو، چې: ۸۰۰ بندیان د کابل په پلچرخي زندان کې د بند د مودې د پای ته رسیدو سره سره چې لا ۶ میاشتې پرې نورې هم تیرې شوي، په زندان کې ساتل کیږي.

یاد هیئت په زندان کې د ۱۴۴ هغو زنداینانو نه هم خبر ورکړی و، چې په لاعلاجه ناروغیو اخته شوي وو او حکومت یې په اړه هیڅ کوم تصمیم لا هم نه دی نیولی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close