د پورې کــــلي!

خالق یار احمدزی

راغلی و دې چم ته یو مالیار د پورې کلي

مینې پرګنې شوې په دیدار د پورې کلي

زړګي د آذانونو په څیر ژغ د مینې وکړ

بې یاره بلال راغی بیا تر ښار د پورې کلي

د مستو او حسینو مازدیګر ؤ ډیر بیخونده

ځوانانو کډه کړې له چنار د پورې.کلي

زلمیانو انتقام ته وې بیا مټې بډ وهلې

کورونه لوټې لوټې ؤ بمبار د پورې.کلي

نه نوم د ارسطو ؤ،  سقراط هم ؤ هیر شوی

کتاب یې و کت کړی طالب یار دپورې کلي

هغه چې یې کړ فتحه شاهیکوټ او هندوکش

په لاس کې یې چانټه په سر دستار دپورې کلي

په مینه ښه راغلاست دی زمونږ چم ته د یارانو

جونګړه یې پرانیستې خالقیار د پورې کلي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close