د پوهنې وزارت: د هیواد په کچه له لسګونو ښوونځيو څخه امنیتي ځواکونه د سنګر په توګه کار اخلي

وسله والو طالبانو په وار وار خپلو افرادو ته حکم کړی چې د مکاتبو او نورو عام المنفعة ځایونو څارنه او ساتنه په ښه توګه وکړي او په وروستیو کې یې د څو ښونځیو سوځول هم د استخباراتي کړیو او داعشیانو کار بللی چې د دوی په وینا هغوی غواړي په دې توګه خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری۲۸)

د پوهنې وزارت وایي؛ لا یې هم د هیواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه ښوونځي د نا امنیو له کبله تړل شوي او امنیتي ځواکونو پکې پوستې جوړې کړې.
د دې وزارت ویاند کبیر حقمل تیره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل؛ د هیواد په کچه شاوخوا ۶۷ ښوونځي داسې دي چې یو شمیر یې د وسلوالو مخالفینو له خوا او لوی اکثریت یې د دولتي ځواکونو له خوا د پوستې او سنګر کارول کیږي.
نوموړي وویل؛ له دې پرته تر ۱۰۰۰ ډیر ښوونځي د نا امنیو له کبله تړل شوي او یو شمیر هم سوځیدلي هم دي.
د پوهنې وزارت د سوځول شویو مکاتبو پړه د دولت پر وسلوالو مخالفینو اچوي خو داچې داعشیانو که طالبانو سوځولي سپیناوی یې نه دی کړی.
وسله والو طالبانو په وار وار خپلو افرادو ته حکم کړی چې د مکاتبو او نورو عام المنفعة ځایونو څارنه او ساتنه په ښه توګه وکړي او په وروستیو کې یې د څو ښونځیو سوځول هم د استخباراتي کړیو او داعشیانو کار بللی چې د دوی په وینا هغوی غواړي په دې توګه خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي.
د پوهنې وزارت د ارقامو ترمخه؛ د تړل شویو ښوونځیو له امله شاوخوا ۳ میلیونه ماشومان له زدکړو محروم پاتې دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت بیا دا خبره نه مني چې ګواکې ځواکونو یې په مکاتبو کې پوستې جوړې کړې او د دې کار پړه پر مخالف لوري اچوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هلمند، اروزګان او یو شمیرو نورو ولایتونو د ولایتي شورا غړو رسنیو ته ویلي چې په اړوند ولایاتو کې یې امنیتي ځواکونو په ښوونځیو کې پوستې جوړې کړې او د دوی ماشومانو ته د زدکړو اجازه نه ورکول کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close