د پوټين رسنیز سلاکار مړی واشنګټن په یوه هوټل کې موندل شوی

(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۱۶ ،۹۴ ۱۳ل)
د روسيې ریانويستي خبري آژانس راپور ورکړی چې د پوټين پخووانی رسنیز سلاکار مړی د واشنګټن په یوه هوټل کې موندل شوی .
د رسنیوپه حواله ، میخائیل لسین، چې تر دې مخکې د مډیا ګاز پروم ځواکمن شرکت رییس تېر شوی وه، دوه ورځې وړاندې مړ شوی دی.
د لسین د مړينې لامل نه ده څرګند شوی خو د نوموړي کورنۍ یوه غړي رسنیو ته ويلي دي چې نوموړي د زړه ناروغي لرله .
امريکايي ورځپانۍ د لسين د مړي خبر ورکړي چې د نوموړي مړی د واشنګټن په دوپان سیرکل سمیه کې له یوه هوټل څخه موندل شوی دی ، او د سيمې پولیسو د نوموړي د مړينې په اړه څېړني پیل کړي ترڅو د لسين د مړينې اصلي لامل معلوم کړي .
محمد سمیع سعادت