د پوځ پراخ تلفات، چارواکي،شنونکي او طالبان څه وایي؟

راپورتاژ: فرید افغان

د چارواکو د څرګندونو په اساس، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو تلفات په بیسارې توګه لوړ شوي چې د شمیرو له مخې، په اوسط ډول د ورځې له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ افغان ځواکونه وژل کیږي.
د دې بحراني طوفان یوه لویه څپه روانه اونۍ ظاهره شوه چې په کې سلګونه امنیتي مسؤلین د مرګ تر تیغه تیر شول.
چارواکي په دې تړاو څه وایي، حقیقت څه دی او ولې دومره لویې فاجعې؟

د غزني په پیښه کې چې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو مفاجاتي او غیرمترقبه کړنې وبللې، لا یې هم ټول اړخونه نه دي څیړل شوي او تر اوسه هم ډیری مالومات له رسنیو پټ ساتل شوي.
د ملي دفاع د وزارت لوی درستیز غزني ته د نیم ساعت لپاره په الوتکې کې ولاړ په داسې حال کې چې خپله ټوله وینا یې د ځینو رسنیو د هغو راپورونو په غندلو چې لږ تر لږه له حقایقو سره یې اړخ لګاو، په غندلو راڅرخوله، نوموړي رسنۍ ملامتولې چې ولې یواځې د دوی د خولې مالومات نه نشروي او پرهغه تړون چې د دولت او رسنیو ترمخ شوی ولې عمل نه کوي.
د یاد تړون ترمخه، ټولې رسنۍ مکلفې دي چې د دولت هر خبر، سانسور یا غیر سانسور نشر ته وسپاري.

په دې برید کې لوی درستیز + ټول امنیتي چارواکي +امریکایان د هغې ناکامي چې د لارې په خلاصون او د غزني په بیرته نیولو کې ملت ته د سر په سترګو ښکاره شوه، د پټولو هڅه وکړه.

نوموړي ژمنه وکړه چې په ۲۴ ساعتونو کې به غزني له طالبانو پاکوي، همداسې وشول سبا یې پر مارکیټونو ، کورونواو دکانونو بمبارۍ پیل کړې طالبان مجبور شول چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه شاتګ وکړي ځکه مقابل لوری ملکیان د دې په موخه په نښه کوي چې پر طالبانو فشار راوړي.
د شمیرو ترمخه، امریکایانو۱۸ ماریکټونه، ۶۰۰ دکانونه او لسګونه کورونه په داسې حال کې بمبار کړل چې هیڅ طالب وسلوال په سیمه کې نه وو.

د حکومت له خوا بهرنیانو د شتون ادعا

دولت هڅه وکړه د خپل استخباراتي ارګان په مټ او د رسنیز بانډ له لارې په یاده جګړه کې چې یواځې غزنوي طالبانو مخته وړله، د ګاونډیانو د لاس لرلو تور رسنیز کړي.
په دې توګه یې دیو پاکستاني جنرال عکس پوتوشاپ جوړ او په دې پلمه رسنیز کړ چې ګواکې دا شخص په یاده جګړه کې برخوال و.
دغه راز د پاکستان یوه بیواکه سیاستوال د خپل شهرت په خاطر په بیباکانه ډول له پاکستان څخه د دې ادعا د سپیناوي غوښتنه وکړه، افراسیاب خټک له هغو سیاسیونو دی چې په سیاسي ډګر کې یې ماتې خوړلې او د عمران خان د حکومت بدنامولو په خاطر یې د یاد تور مشکوک پخلی وکړ.

دلته څو پوښتنې د مطرح کیدو وړ دي:

آیا رښتیا هم افغانستان کې پنجابیان جګړه کوي او داسې اسناد شته چې وښیي پنجابیان له طالبانو سره څنګ په څنګ جګړو کې ښکیل دي؟
حکومت ولې غواړي په اضطراري حالاتو کې داډول ادعاوې وکړي؟
ولې حکومت پرکونړ او ننګرهار د پنجابیانو عملي یرغل ته ځواب نه وایي ؟

د حکومت له خوا د فرضي کرښې رسمیت پیژندل، د اغزن سیم تیرولو ته اجازه ورکول، پر فاټا چوپتیا او د استخباراتی مالوماتو شریکول وړه موضوع ده؟

د پاکستان د استقلال د ورځې مراسم چې د افغان حکومت چارواکو هم ګډون په کې کړی
سفارت پاکستان ۱۴ اګست

تر تلفاتو وروسته تلفات:

طالبان چې لا هم د غزني په ګردچاپیر ښار واکمن دي او پر ښار یې د محاصرې کړۍ تنګه کړې لا هم حکومت هڅه کوي چې امریکایان دې ته وهڅوي ترڅو سیمه کې درنې بمبارۍ وکړي چې د ملکي تلفاتو دمخنیوي په موخه بیا طالبان مجبور شي ساحې پریږدي.
دغه راز د غزني په اجرستان کې د سلو کمانډویانو ورکه، د فاریاب په غورماچ کې د لسګونو ځواکونو تسلیمیدل، د کندهار زابل پر لویه لاره د لسګونو عسکرو وژل کیدل او له کابله غزني ته د تلونکې قوې پراخ تلفات چې بیا وروسته امریکایانو هم بمبار کړل، هغه څه دي چې لا هم دولتي ویاندویانو پرې سترګې پټې او چارواکو پرې د خواشینۍ یوه اوښکه هم توی نه کړه.

شنونکي څه وایي؟

د غزني پخوانی والي کریم متین وایي؛ څومره چې زه مالومات لرم دغزني ټول ولسونه له طالب سره د خپلې خولې ډوډۍ نیموي، طالب ته پر خپله خوښه پناه ورکوي او د هغوی د اکمال چارې په ورین تندي مخته وړي، په داسې حال کې چې دولتي سرباز ته د دښمن له زاویې نظر کوي.

عبیدالله بارکز وایي، دولت مو اجیر دی د یوه ولایت د امنیې قوماندان ټاکل هم د نیکولسن په واک کې دي، د دې ټولو ناخوالو مسؤل هغه څوک دی چې له کرزي سره به یې پر دې جنګ کاوو چې ولې امنیتي تړون له امریکا سره نه امضا کوي او کرزي ورته ویل “ په دې شرط د تړون لاسلیک ته ژمن دی چې امریکا ورته د سولې راوستلو قوي تضمین ورکړي.“
نوموړی زیاتوي همدا اوس امریکا راته ناسته ده ځواکونه مو د امریکا په دفاع کې مري آیا دا حالت د زغملو دی؟

شنونکی احمد سعیدی وایي، امریکا په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د خپلو موخو او خپل هیواد د امنیت په خاطر جګړه مخته وړي، هغوی په صراحت ویلي چې د افغان وګړي امنیت ورته الویت نه لري نو بیا ولې د وطن له ادرسه د امریکا په دفاع کې سر ورکوو؟

د طالبانو په تړاو: 

د طالبانو د رسمي ادرسونو او کابل ټکی کام د خپلو منابعو له ادرسه په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې له څلویښتو تر پنځوسو وسلوال طالبان وژل شوي ، شنونکي وایي د طالبانو د تلفاتو کمبود د هغوی تعرضي حالت دی او له دې امله چې حکومت په تر ټولو ناکاره دفاعي حالت کې قرار لري ، تلفات یې بیساري دي.

طالبان وایي، له افغان ځواکونو سره یې جګړه مقصود اصلي نه دی او د غزني په جګړه کې یې هم تر ډیره ټینګار کاوو چې عسکر د خبرو له لارې له جګړې را وګرځوي.
طالبان وایي که هغوی د امریکایانو له صف نه راووزي، د هغوی ګیټونه او د هغوی له دفاعی کرښو اخوا شي، د هغوی له ادرسه یا هم د هغوی په فرمایش شپنۍ چاپې او بمباردونه او عملیاتو متوقف کړي، دوی ورسره هیڅ راز ستونزه نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close