د پيسو نړيوال بانک مصر ته ۱۲ ميليارده ډالره پور ورکوي

کابل ټکی کام (۳۱۹۵ لړم ۲۲) الماس خدرخېل

د ورکړل شویو راپورونو له مخې نړيوال وجهي صندوق د مصر دولت ته د ژمنه شوو دولس مليارده ډالرو له جملې به ۲.۷۵ ميليارده ډالره ورکړي.

د مصر د مرکزي بانک مشر طارق عامر له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې دغه پور به د بهرنيو پيسو رامنځته شوې ستونزه تر يوې اندازې پورې حل کړي.

ويل کېږي، په مصر کې تر ډېرې اندازې راکړه ورکړه په بهرنيو پیسو کېږي.

څه وخت مخکې د پيسو نړيوال بانک ويلي و، چې مصر هېواد ته ۱۲ ميليارده ډالر په دې خاطر ورکوي چې د”اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام ملاتړ ورباندې وشي”.

د مصر په اقتصادي لوړوالي کې د دې هېواد سياحت مهم رول لري، چې له ۲۰۱۱ کال راهيسې په دغه هېواد کې جنګ جګړو د مصر اقتصاد ته سخته ضربه ورکړه.

په دغه هېواد کې اوس مهال السيسي ولسمشر دی، چې په کال ۲۰۱۳ کې يې په ولسمشر محمد مرسي پوځي کودتا وکړه او خپله يې ځان د ۲۰۱۴ په می مياشت کې ولسمشر اعلان کړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close