د پکتيا والي د موټرو پر کاروان وسله وال برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲) د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، د دغه ولايت د والي د موټرو پر کاروان وسله وال برید شوی خو نوموړی له بريده روغ وتلی دی.

د حسرت په خبره، والي شميم کټوازی نن سهار له کابل څخه ګردېز ته پر لاره و چې د لوګر په مربوطاتو کې يې موټريز کاروان له وسله وال بريد سره مخ شو.

نوموړی وايي، د والي د ساتونکو او وسله والو تر منځ نښته شوې خو والي ته زیان نه دی اوښتی.

په عين حال کې د لوګر امنيې قوماندان محمد ابدالي وايي، برید د څارنوالانو پر موټريز کاروان شوی چې مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.

ځينو سرچينو ويلي، د هرې شنبې په ورځ له کابل څخه ګردېز ته يو امنيتي کاروان ځي چې لوړپوړي چارواکي انتقالوي زياتوي چې د پکتيا والي هم په ياد کاروان کې و.

د پکتيا والي ته منسوب فسبوک اکاونټ کې پر هغه وسله وال بريد تاييد شوی خو ويلي يې دي چې نوموړی له دغه بریده روغ وتلی او په بريد کې د هغه د ټپي کېدو خبره درواغ ده.

وخت ناوخت طالبان د لوګر په مربوطاتو کې پر دولتي ځواکونو او چارواکو وسله وال بریدونه کوي خو تر اوسه يې د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close