د پکتیا نوماندې ته دوه برحاله وزیران کمپاین کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۶)

په داسې حال کې چې د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړی چې که هر حکومتي مامور د کوم نوماند په ګټه کمپاین وکړ، نغدي جریمه به ترې اخیستل کیږي، د کرنې   او روغتیا دوه برحاله وزیران په ولسي جرګه کې د پکتیا وکیلې او اوسنۍ نوماندې راضیه سعادت منګل ته په کمپاین کولو تورن شوي.

راضیه منګل چې د ولسي جرګې د معلولینو او شهیدانو د کمیسیون غړې هم ده یوځل بیا له پکتیا ولایت څخه دې مقام ته نومانده شوې چې په هکله یې د قانون خلاف دوو وزیرانو ټاکنیز کمپاین پیل کړی.
د راضیې د ټاکنیز ټیم له خوا په خپرو شویو تبلیغاتي ویډیوګانو کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد دراني ویلي

“د پکتیا غیرتمنو اوسېدونکو اسلام علیکم، زه د کرنې د وزیر په حیث له تاسو غواړه چې راضیه منګل سعادت ته رایه ورکړئ“

نوموړی زیاتوي “د یادې خور له لاسه یوه ورځ ارام نه یم ستاسو ستونزې راسره شریکوي او هڅه کوي چې په خوښۍ او جنګ ستونزې حل کړي، دا خور له تاسو او وطن سره مینه لري باید ملاتړ یې وشي، بیا بریالۍ شي او د خلکو لپاره د خدمت مصدر وګرځي“

بلخوا بیا د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي “راضیه منګل په ټوله کې د افغانستان او په ځانګړي ډول پکتیا د خلکو لپاره فشارونه او د پکتیا په روغتونونو کې د نوموړې رول ډېر مهم دي چې زه ترې واقعا د عامې روغتیا څخه د ملاتړ او خلکو ته د خدمت په پار مننه کوم”

خو د یادو وزیرانو دفترونو د دې ویدیوګانو په تړاو ویلي، چې دا خبرې یېپخوانۍ کړې او اوس یې دنوموړې په ګټه دا ډول څرګندونې نه دي کړې.

د ټاکنو د قانون په ۱۰ ماده کې راغلي؛ هېڅوک نه شي کولی چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په ټاکنو کې لاس وهنه وکړي او د نوماند په ګټه یا زيان له هر ډول دولتي شتمنۍ، اسانتیاوو او سرچینو څخه استفاده کول منعه دي، دغه راز له دولتي سرچینو، اسانتیاوو او شتمنۍ څخه په ټاکنیزو مبارزو کې استفاده کول سرغړونه ګڼل کېږي او سرغړوونکی د ۱۳مې او ۳۱ فقرې له مخې له ۱۰ زره څخه تر ۸۰ زره افغانیو پورې جریمې ته اړ کېږي.
د ټاکنو کمیسیون دا چاره سرغړونه بولي، خو زیاتوي چې که چا د دې ویدیوګانو په هکله شکایت ورته وکړ دوی به یې څیړنه وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close