د پکتیکا وازه خوا کې طالب وسلوالو د ملي امنیت ۴ تنه سرتیري وژلي او ۶ نور یې ژوندي نیولي

کابل ټکی کام ۱۷وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د پکتیکا وازه خوا ولسوالۍ کې طالب وسلوالو نن مازدیګر ۴ بجې جلیل کلي ته نږدې د ملي امنیت موټران تر برید لاندې ونیول.
چې د برید په نتیجه کې طالب وسلوالو د ملي امنیت ۴ تنه عسکر وژلي او ۶ نور یې ژوندي نیولي دي.
د ملي امنیت دوه ټانګونه په مکمله توګه تخریب شوي، او له دوی څخه پاتې وسلې د طالب وسلوالو لاسته ورغلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close